امریکا په خپل هیواد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ د بندېدو امر وکړ

 

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) هماغسې چې ویل کېدل، بالاخره د امریکا حکومت په واشنګټن او لاس انجلس کې د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ د بندېدو امر وکړ.

امریکايي رسنۍ وايي، د متحدوایالتونو د باندنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او په لاس انجلس کې د افغانستان د کونسلګرۍ د بندېدو امر کړی دی.

په واشنګټن کې یوه افغان دیپلومات امریکايی رسنیو ته ویلي چې سفارت به سر له ننه بند شي.

فارن پاایسي خپرونې او څو ځايي تلویزیونونو د امریکا په بهرنیو چارو وزارت او کانګریس کې د خبرو سرچینو په قول ویلي چې د مالي ستونزو له کبله د افغانستان دا دوه دیپلوماتیک مرکزونه بندوي.

سرچینو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ ټوله شتمني ضبط کړي. خو هرکله چې امریکا د افغانستان کوم حکومت په رسمیت وپېژانده بېرته به یې وروسپاري.

خو له دې سره سره به په ملګروملتو کې د افغانستان دایمی استازولي په نیویارک کې خپل کار ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په امریکا کې د افغانستان دا دوه دیپلوماتیک مرکزونه په دې خاطر بندوي چې افغانستان په نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی دولت نه لري او له بلې خوا د افغانستان سفارت او کونسلګري مالي امکانات نه لري.

د نیویارک ټایمز پر اساس، د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ دیپلوماتان او کارکوونکي معاش نه لري او دا احتمال هم شته چې دا دواړه ودانۍ د برېښنا محصول هم ورنه کړای شي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې دغه راز ویلي چې افغان دیپلوماتان ۳۰ ورځې وخت لري چې په امریکا کې د موقتي اقامت یا د بشري خواخوږۍ پر اساس د وېزې غوښتنه وکړي خو له یادې نېټې وروسته له امریکا ایستل کېږي.

د راپور له مخې، په امریکا کې د افغان دیپلوماتانو شمېر ۱۰۰ تنه دی چې د هغو له منځه تراوسه پورې ۲۵ تنو په امریکا کې د پاتې کېدو لپاره لا هم د وېزې غوښتنه نه ده کړې.

کابو دوې میاشتې پخوا د امریکا سیټي بانک د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه کنګل کړل چې له کبله یې د افغان دیپلوماتانو معاش قطع شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.