امریکا وايي، له عمران خان سره د پامپیو د خبرو تمرکز به پر افغانستان وي

 

تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره وویني.

(دي هیل) ورځپاڼه وايي، ګومان نه کېږي چې د دواړو خواوو دا کتنه ګټوره وي ځکه چې د هغوی د کتنې لپاره مخکې تر مخکې دیپلوماتیک کار نه دی شوی.

پامپیو تر دې وړاندې د اګست په ۲۳ مه عمران خان ته ټېلفون کړی و او په انتخاباتو کې یې د بري مبارکي ورکړې وه.
له پامپیو سره تر لیدو وړاندې عمران خان د پوځ له لوی درستیز سره ۳ ځلې مشورې کړي دي..
پاکستاني رسنۍ وايي چې د عمران خان او باجوه لیدنو ډېر خلک حیران کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د پامپیو او عمران خان د ټېلفوني خبرو په اړه په لنډکۍ خبرپاڼه کې ویل شوي و چې دواړو خواوو د تروریزم پر ضد د مبارزې او په دې برخه کې له پاکستان څخه د نورو اقداماتو د غوښتنې یادونه وشوه خو پاکستان دا موضوع سمدستي رد کړه، ویې ویل چې عمران خان او پامپیو د تروریزم په اړه خبرې نه دي کړي.

له دې وروسته د اګست په دېرشمه عمران خان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته تود هرکلی ووایه او د ۲۰۱۵ کال د اتومي موافقې په اړه یې د ایران د دریځ کلک ملاتړ څرګند کړ.

پرون /سې شنبه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د امریکا له باندنیو چارو وزیر سره به د پاکستان د ۳۰۰ ملیون ډالره پوځي مرستې په اړه خبرې وکړي. امریکا تېره اوونۍ پاکستان ته د ايتلاف له بسپنې ۳۰۰ ملیون ډالره ځنډولې پیسې بیخي لغوه کړي او ویې ویل چې دا پیسې به په بل ځای کې ولګوي خو قریشي وویل چې امریکا د پاکستان ۳۰۰ ملیون ډالره پوروړې ده ځکه چې پاکستان دا پیسې د تروریزم پر ضد مصرف کړي دي.

له بلې خوا امریکا وايي چې له پاکستاني چارواکو سره به د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د خبرو تمرکز پر افغانستان وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.