امریکا له هند څخه په افغان سوله کې د کلیدي رول لوبولو غوښتنه وکړه

 

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د امریکا پالیسي جوړونکو له هند څخه د افغان سولې برخه کې د کلیدي رول لوبولو غوښتنه کړې ده.

راپورونه وايي په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېره کمه موده پاتې، خو د ټرمپ اداره غواړي له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو په ایستلو امریکایانو ته خپلې لاسته راوړنې وښيي.

په راپور کې راغلي، د امریکا اوسنی حکومت د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو لوبغاړو رول ته په کتو هڅه کوي د هند ملاتړ هم ترلاسه کړي، څو وکولی شي له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

هند بیا د تل په څېر د افغان سولې برخه کې په خپل مثبت رول ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.