امریکا له طالبانو د تاوتریخوالي کمښت وغوښت

دآزادی راډیو

په کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر راس ویلسن د جنرال مېلر له دریځه چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، کلک ملاتړ کړی دی.

کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر راس ویلسن افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان، جنرال مېلر له دریځه چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، کلک ملاتړ کړی دی.

هغه پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي، چې باید د جګړې د ښکېلو غاړو له‌خوا دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالیو لړۍ ودرول شي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر له طالبانو غوښتي، چې سمدستي پر هلمند باندې خپل تعرضي برید ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو تایید کړه چې دوی په تېرو دوو ورځو کې په هلمند کې د طالبانو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.

بل‌خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وون برنډیټ په هلمند کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.

وون برنډیټ تازه په خپل ټویتر پاڼه لیکلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو رسولو له لارې د جګړې له ۷۵ ټپیانو او دغه شان له ۴۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره مرستې شوي دي.

دوه ورځې وړاندې طالبانو د هلمند په مرکز لشکرګاه له بېلابېلو خواوو بریدونه وکړل، چې له امله یې طالبانو د باباجي سیمه ونیوله، په یو شمېر نورو برخو کې یې هم جګړې شوې چې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، تر ۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ د دغو جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.

د هلمند امنیه قومندانۍ که څه هم په دغه جګړه کې ملیکانو او افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، چې د لښکرګاه په جګړه کې شااوخوا ۱۷۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

وسله‌‌والو طالبانو تر اوسه د خپلو وژل شویو کسانو کره شمېر نه‌‌ده په ډاګه کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مخکې تر دې ویلي و، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د شوې هوکړې پر بنسټ به طالبانو په لویو ښارونو حملې نه کوي.
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دوی یوازې د هلمند په هغه سیمو حملې کړي چې مخکې د دوی په واک کې وې او افغان ځواکونو نیولي دي، هغه ادعا چې افغان حکومت یې ردوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.