امریکا: د افغانستان پاکستان سرحد کې تروریستي ډلې فعالې دي

 

دآزادی راډیو

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د ترورېزم په اړه په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان په ګډو سرحدي سیمو کې تروریستي ډلې فعالې دي.

د رپوټ په یوه برخه کې ویل شوي چې متحدو ایالاتو او افغانستان د داسې دوه اړخېز کاري چوکاټ د جوړولو او هڅو ته دوام ورکړی چې د اټمي ترورېزم د مخنیوي لپاره همکاري زیاته شي او د اټمي قاچاق د مخنیوي، کشف او خنثی په ارتباط د افغانستان توان زیات شي.

رپوټ وايي چې د حقاني شبکه، لشکرطیبه او جېش محمد په څېر تروریستي ډلو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پاکستان له خاورې خپل فعالیت ته دوام ورکړی و.

د رپوټ په حواله، په پاکستان کې د لشکر طیبه ډلې پر فعالیت رسماً بندیز دی خو د دې یوې څانګې، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت ټولنې په ازادۍ، د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په ښارونو کې پېسې راغونډې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې چې پرون خپور شوی، د بېلګې په ډول ویل شوي چې د لشکر طیبه مشر حافظ سعید چې ملګرو ملتونو د تروریستانو په لېست کې شامل کړي، په پاکستان کې سترو غونډو ته ویناوې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.