امریکا د افغانستان هوايی ځواک ته ۲۰۰ څرخکې او الوتکې ورکوي

 

 

تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکا د افغان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته ۲۰۰ څرخکې او الوتکې ورکوي.

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وویل چې د امریکا له لوري ۲۰۰ الوتکې او هیلي کوپترونه به د افغانستان هوايي سعحځواک په ځان متکي کړي او د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ اړتیا به یې حد اقل ته ورسوي.

جنرال وزیري دا هم وویل چې امریکا دا الوتکې د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا د څلور کلن پلان پر اساس افغانستان ته ورکوي.

روانه میاشت امریکا ۴ نورې سوپر توکانو جنګي الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارلې چې ورسره د افغان هوايی ځواک د سوپر توکانو الوتکو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

دا الوتکې د افغانستان په شان چریکي جنګونو لپاره اغېزمنې بلل کېږي.

دولت وزیري ونه ویل چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته نورې کوم ډول الوتکې یا څرخکې ورکوي.

امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د روسي هیلي کوپترو رانیونه په دې خاطر ودروله چې پر روسیې یې د اوکراین د کریمیا د نیولو په خاطر بندیزونه لګولي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.