امریکا تر نوومبر پورې د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه بېرته واخیسته

 

تاند (جمعه، د سرطان۱۳) د ټرمپ حکومت، چې غوښتل یې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي، د ځواکونو د ایستلو پروګرام وځنډاوه.

سپینې ماڼۍ دا پرېکړه يې وروسته له دې وکړه چې پینتاګون د ځواکونو د ژر ایستلو د خطر په وړاندې خبرداري ورکړل.

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې سپینه ماڼۍ ظاهراُ موافقه ده چې د امریکا له انتخاباتو وروسته یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

د راپور له مخې، د امریکا جګپوړي قوماندانان باور لري چې سپینه ماڼۍ غواړي چې له نوومبر میاشتې وروسته ۴ زره پوځیان په افغانستان کې پرېږدي او د ځواکونو د بشپړه ایستلو بروګرام د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته وخت ته پرېږدي.

د لاس انجلس ټایمز پر اساس، تر نوومبر مخکې د ټولو ځواکونو د نه ایستلو پلان د تېرې میاشتې (جون) په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ او پینتاګون د چارواکو ترمنځ په غونډه کې جوړ وشو.

لاس انجلس ټایمز وايي، ولسمشر ټرمپ اصرار کاوه چې ټول ۸ زره ۶۰۰ امریکايي پوځیان دې تر انتخاباتو وړاندې له افغانستانه وایستل شي.

ټرمپ د تېر ځل په انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې که ولسمشر شو نو ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۵ میاشتې وخت پاتې دی.

د لاس انجلس ټایمز له مخې، د پنتاګون چارواکو ویلي، په راتلونکو ۵ میاشتو کې د ټولو امریکايي پوځیانو ایستل به دا هیواد ممکن په کړکېچ کې ښکېل کړي او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، چې امریکا یې د ترسره کېدو هڅې کوي، له خطر سره مخامخ کړي او د دې هیواد تاوتریخوالی به نور هم زیات کړي.

د پنتاګون چارواکو دا هم ویلي چې که امریکا تر نوومبر میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، مجبوره به وي چې ډېره وسله او مهمات په دې هیواد کې پرېږدي.

تېره میاشت په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي ویلي و، تر هغو چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې شلولې نه وي، له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د بشپړه وتلو سپارښتنه نه کوي.

د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس ټاکل شوې چې ټول امریکايي پوځیان د راتلونکې کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.