امریکایي سناتوران افغانانو ته د مهاجرت د خاصو ویزو زیاتیدل غواړي

 

دامریکا غږ راډیو

د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو دواړو گوندونو یوې ډلې سناتورانو د چارشنبې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه چې هغو افغانانو ته د امریکا د ویزو شمیره زیاته کړي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره د ترجمانۍ په څیر دندو کې مرستې کړې ده.

دغه لایحه پنځه ورځې وروسته له هغې وړاندې شوه چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوهم اجرایي فرمان په ترڅ کې شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن وگړو ته د امریکا د ویزې ورکړه په موقتي توگه بنده کړه.

دغه لایحه هغو افغانانو ته د ٢٥٠٠ نورو اضافي SIV یا خاصو ویزو غوښتنه کوي چې د خطر په قبلولو سره یې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

سناتور جان مکن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې “دغه لایحه به د مهاجرت ددغو خاصو ویزو د پروگرام دوام ډاډمن کړي او یو روښانه پیغام به ولیږدوي چې امریکا به هغو کسانو ته شا نه کړي چې د خطر په قبلولو سره یې د ترهگرۍ ضد جگړه کې د امریکا سره مرسته کړې ده.”

ښاغلی مکن چې د سنا د مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې رئیس دی د څو تنو نورو جمهوري غوښتونکو لکه ټام ټیلیس او جک ریډ او همداشان د دې کمیټې د مخکښ دموکرات سناتور جیني شاهین سره یوځای دغه نوې لایحه وړاندې کړه.

د مهاجرت په اړوند د جمهور رئیس ټرمپ د فرمان له صادریدو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت د امریکا د پوځ سره افغان ژباړونکو او نورو افغانانو ته د (SIV) ویزې د ورکړې پروسه بنده کړې ده. دغه ډول خاصه ویزه د یوې لسیزې راپدیخوا ورکول کیده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام په وینا په کابل کې د امریکا سفارت د (SIV) ویزو د ورکړې پروسه په ٢٠٠٨ کال کې د امریکا د کانگرس له پریکړې وروسته پیل کړه. دا ویزه هغو افغان ژباړونکو ته ورکول کیده چې امریکایي ځواکونو ته یې کار کاوه. خو وروسته بیا دغه پروگرام نورو افغانانو ته هم پراخ کړای شو چې لږ تر لږه یو کال یې د امریکا حکومت ته “په صداقت ارزښتناکه” خدمت کړی وي.

ددې پروگرام د پیل راهیسې هغو افغانانو ته د ویزو ورکړې څخه چې غواړي امریکا ته مهاجر شي، د امریکا د سنا په مجلس کې دواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ملاتړ کړی دی. په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې د امریکا سنا مجلس افغانانو ته ٧٠٠٠ ځانگړې ویزې تصویب کړې دي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.