امریکایي رسنۍ: داعش ډله افغانستان کې د ډاډمن فعالیت په هڅه کې ده

 

تاند ( یک شنبه، د اسد ۱۹) امریکایي رسنۍ وایي، چې د طالبانو او امریکا د سولې تر هوکړې وروسته داعش وسله والې ډلې افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړی دی.

امریکایي رسنۍ وایي، یاده ډله او اوس هڅه کوي خپل فعالیتونه نورهم ډاډمن کړي.

امریکا کې د ګلوبل سکیورټي ریويو په نوم یوې رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د ننګرهار پرمحبس او دغه راز د کابل دشت برچي سیمه کې بریدونو ته په کتو ویلی شو، چې طالبان د داعش ډله اوس هم د لاس پاک په توګه استعمالوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په اوس وخت کې ډېری بریدونه یا د طالبانو او یا هم د حقاني شبکې له لوري تنظمېږي، چې وروسته یې بیا پړه داعش ډله پرغاړه اخلي.

ګلوبل سکیورټي ریويو په خپل راپور کې وایي طالبانو اوس په افغانستان کې خپل ایډیالوژیک ملاتړ له لاسه ورکړی او داعش ډلې یې پرځای د ترهګرۍ د نوي پاڅون په توګه فعالیت پیل کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې داعش وسله واله ډله اوس په یوه نړیوال سرخوږي بدله شوې او ډيری جنګیالي یې له پاکستان، ازبکستان او تاجکستان څخه دي.

سرچینه کاږي داعش وسله واله ډله تر ډېره هڅه کوي د افغانستان د بې وزله وګړو مغزونه ووینځي او له ناداره خلکو څخه د پیسو په بدل کې په لویو ترهګریزو کړنو کې ګټه واخلي.

افغان حکومت تازه په هېواد کې د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې چې ننګرهار د داعش د خراسان مرکز بلل کیده د ننګرهار ولایتي چارواکو په دې ولایت کې په بشپړه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو د له منځه وړلو خبر ورکړی وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.