امریکایان او طالبان د سولې د هوکړې سند نهايي کوي

 

تاند: قطر کې د زلمي خلیلزاد او ملا غني برادر او شیرمحمد عباس په مشرۍ طالب او امریکايي استازي د سولې د یوې احتمالي هوکړې د سند په چمتو کولو بوخت دي.

سرچینې وايي، طالبانو او امریکایانو د سولې یوه هوکړه لیکلې وه خو اوس د امریکايي ځواکونو د خروج په تړاو چې بحثونو پرمختګ کړی دی نو دا سند او هوکړه یو وار بیا له سره لیکل کېږي.

د قطر د سیاسي دفتر طالب ویاند تر دې وړاندې ویلي وو، د دې احتمال شته چې ډېر ژر د امریکایانو او طالبانو تر منځ یوه هوکړه د رسنیو او نړیوالو شاهدانو په وړاندې امضا شي او له هغې وروسته به له ټولو افغان لوریو سره خبرو ته لاره خلاصه شي.

اوس غربي رسنیو راپور ورکړی چې طالبان په ډېرو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي او په دې اړه د هوکړې سند کې به افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغانستان نه د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ نه پېښېدلو په تړاو د هوکړې موارد ذکر شي.

راپور وايي، طالبان او امریکایان هڅه کوي چې طالبانو سره د مدني فعالانو، خبریالانو، ښځو او ځوانان د دوحې د سبانۍ غوندې نه وړاندې په دې اړه یو بشپړ سند چمتو کړي.
ټاکل شوې چې د سرطان په شپاړسمه او اوولسمه د قطر او المان په کوربه توب دوحه کې د افغانو تر منځ د سولې یوه ناسته جوړه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.