امریکايي ځواکونه په چټکۍ د خپلو نظامي اډو د تخلیې په حال کې دي

 

دآزادی راډیو
تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۲) بیزنس انسایډر نشریې په یوه مطلب کې په کندهار کې د امریکایي ځواکونو د یوې نظامي اډې تخلیې ته کتنه کړې ده.

سرچینه کاږي چې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته اوس په افغانستان کې ددغه ځواکونو ډېری اډې په ډېرې چټکۍ د تخلیې په حال کې دي او هره ورځ لسګونه کانټینر له دغه اډو ایستل کېږي.

ډېری دغه کانټینر له بېکاره توکو ډک وي چې په بازارونو کې پلورل کېږي خو مهم توکي یې بیا د کاروانونو له لارې له افغانستان ایستل کېږي.

په کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو ستره اډه مخ په تشېدو ده خو د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د یادو ځواکونو له وتلو سره په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

امریکایي ځواکونه هم داسې مهال له کندهار وځي چې په دغه ولایت کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

بیزنس انسایډر دغه راز وايي چې په بګرام کې هم د امریکايي ځواکونو ستره اډه مخ په تشېدو او وړېدو ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.