امریکايي پلاوی له پاکستان سره پر اختلافي مسلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی F

 

 

تاند- د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې د امریکا د ملي امنیت شورا پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دغه هیواد له جګپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره یې پټې خبرې پیل کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو له جګپوړې رييسې لیزا کرتیس سره پرون سهار وکتل.

ده د دواړو خواوو د خبرو نور جزییات څرګند کړي نه دي.

د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس بیا ویلي چې امریکايي پلاوي وروسته د پاکستان له کورنیو چارو وزیر احسان اقبال سره وکتل.

اژانس وايي چې رسنیو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د دواړو خواوو د خبرو د جزییاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل وویل، د دواړو خواوو چارواکي په خبرو بوخت دي خو تراوسه پورې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

فیصل په عین حال کې وویل چې اوس لا نه غواړي چې د خبرو د جزییاتو په اړه څه ووايي.

د فیصل په وینا د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره پکار ده چې دواړه هیوادونه یو لړ اقدامات وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.