امریکايي مقام، د تروریزم د ملاتړ په خاطر دې په پاکستان کې د قومي بېلتون غوښتونکو ملاتړ وشي

 

 

تاند- یو متقاعد امریکايي پوځي مقام وړاندیز کوي چې که پاکستان په افغانستان کې د تروریستانو له ملاتړه لاس نه اخلي، امریکا دې په پاکستان کې د قومي بېلتون غوښتونکو پر ملاتړ غور وکړي.

متقاعد ډګروال لاورنس سلین په یوه لیکنه کې، چې ډیلي کالر ورځپاڼې خپره کړې ده، ویلي«تر څو چې پاکستان د حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو ملاتړ او پاللو ته دوام ورکوي، امریکا به د افغانستان په جګړه کې بریالۍ نه شي.»

ده زیاته کړه، حتي په واشنګټن کې د امریکا پخوانی سفیر هم باوري دی چې باید په دې برخه کې د پاکستان په وړاندې سخته پالیسي غوره شي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په یوه لیکنه کې، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپره کړې، ویلي چې پاکستان په دې پلمه د طالبانو ملاتړ کوي چې وايي په افغانستان کې د هند پر نفوذ اندېښنه لري.

ډګروال سلین لیکلي، پاکستان یو لاس او متحد هیواد نه دی، دا هیواد د انګرېزانو له لوري په مصنوعي ډول جوړ شوی او ټینګ دی. پاکستان د اسلام د ایدیالوژۍ پر اساس جوړ شوی او له ۵ قومونو بنګالي، پنجابي، پښتون، سندي او بلوچ څخه جوړ شو چې وروسته بنګالیانو خپلواکي واخیسته. پښتانه، بلوچ، پنجابیان او سندیان په خپل منځ کې جوړ نه دي.

سلین همداراز لیکلي، که پاکستان د خپل بهرني سیاست د حربې په توګه له تروریستي ډلو څخه استفادې ته دوام ورکړي، امریکا به په پاکستان په تېره بیا بلوچستان کې له بېلتون غوښتونکو څخه د اسلام اباد پر ضد کار واخلي.

دی زیاتوي، بل انتخاب د ډیورند کرښه ده. دا کرښه په ۱۸۹۶کال د انګلیسي دیپلومات مورتیمر دیورند له لوري وکښل شوه.

سلین وايي، له افغانستان سره د پاکستان د پښتني سیمو یوځای کول د طالبانو د ملاتړ مخه نیولی شي.

دی تاکید کوي چې د پاکستان تشویقي پالیسۍ ګټه نه ده کړې او نور هغه وخت راغلی چې امریکا د دغه هیواد په وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړي.

ډګروال سلین وايي، پاکستان نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې سوله راولي ځکه چې افغانستان ته تر خپل لاس لاندې هیواد په سترګه ګوري.

په همدې حال کې دوو امریکايي سناتورانو تید پو او ریک نولن په وروستیو کې غوښتنه وکړه چې له پاکستان څخه دې نور په سیمه کې د ناټو د اصلي ملاتړکوونکي هیواد نوم واخیستل شي.

پاکستان ته دا عنوان په ۲۰۰۴ م کال د امریکا د هماغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش ورکړ څو پاکستان د طالبانو او القاعده پر ضد مبارزې ته وهڅوي.

پاکستان ته د دغه مقام ورکړه سبب شوه چې امریکا او نور لوېدیځوال پاکستان ته پوځي او ملکي مرستې ډېرې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.