امریکايي سناتور افغان ترجمانانو ته له پناه ورکولو سره مخالفت وکړ

 

تاند- امریکايي سناتور رنډ پال. آر

 

له کانګریس څخه وغوښتل چې د هغو افغانانو د مهاجرت د منلو مخه ونیسي چې په انګلیسي ژبه پوهېږي.

پال د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه مرکه کې وویل«موږ نژدې ۶۰ زره افغانان د مهاجرو په توګه ومنل، زما نظر دا دی چې که دوی په انګلیسي پوهېږي او زموږ سره د ترجمانانو په توګه مرسته کوي، باید په افغانستان کې پاتې شي او د خپل هیواد د رغونې او پرمختګ موسسان واوسي او په افغانستان کې د لوېدیځ په شان پرمختللي افکار او نظریې خپرې کړي.»

ګڼ شمېر افغانان هم اندېښنه لري چې بېلابېل اروپايي او امریکايي هیوادونه په بهرنیو ژبو پوهو او زده کړو افغانانو ته پناه ورکوي او په دې توګه افغانستان ته زیان اړوي.

د امریکا ترڅنګ کاناډا، بریتانیا او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو ګڼ شمېر هغو افغانانو ته پناه ورکړې چې لوړې زده کړې یې کړي او یا په نړیوالو ژبو پوهېږي.

سناتور پال وویل«د دې پر ځای چې موږ له دغو کسانو په افغانستان کې د دغه هیواد په ګټه کار واخلو هغوی مو خپل هیواد ته راوستل. موږ ۶۵ زره تنه له عراق څخه راوستل. د هغوی یو شمېر زما خپل ښار ته راغلي دي، له بده مرغه په افراطیت او جهادیزم کې ښکېل شوي او لټه یې پیل کړې چې سټینګر توغندی واخلي او پر امریکا حمله وکړي.»

یو شمېر امریکايي سختدریځي فکر کوي چې درست مسلمانان د دوی په شان سختدریځي او د القاعده په شان ترهګر دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.