امریکايي سناتورانو له پاکستان سره پر تروریستي ضد مبارزې او افغانستان خبرې وکړې

 

 

تاند- د نوموتي جمهوریپال سناتور جان مکین په مشرۍ د امریکا د سنا جرګې د مهمو غړیو یوه ډله پرون /یکشنبه/ پاکستان ته لاړه او د دغه هیواد له ملکي او پوځي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې او په سیمه کې د تروریستي ضد هلوځلو په اړه خبرې وکړې.

جان مکین، چې د امریکا د سنا جرګې د دفاعي خدماتو د کمېټې ريیس دی، په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت کلک ملاتړ کوونکی دی. ده په ځلونو د امریکا حکومتونه افغانستان ته په شا اړولو تورن کړي او له افغانستانه یې د ځواکونو پر ایستلو نیوکې کړي دي.

پاکستان ته مکین او نورو امریکايي سناتورانو په داسې وخت کې سفر کړی چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په جوړولو کار کوي او امریکایان دې باور ته رسېدلي چې تر څو په پاکستان کې د طالبانو پناهځایوه موجود وي د افغانستان جګړه پای ته نه شي رسېدای.

امریکايي سناتورانو اسلام اباد ته له رسېدو سره سم په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

د دوی له کتنې وروسته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي عزیز امریکايي پلاوي ته د تروریزم پر ضد د پاکستاني ځواکونو د بریو په باب معلومات ورکړل او ورته ویې ویل «د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو شبکې او د هغوی پناهځایونه له منځه وړل شوي دي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې سرتاج عزیز امریکايي سناتورانو ته وویل چې هیواد یې د سوله ییز او سوکاله افغانستان په هدف له امریکا سره رغنده خبرو ته لار څاري.

ده له امریکا سره ستراتیژیکو اړیکو او ژور مشارکت ته چمتووالی اعلان کړ.

له افغانستان او هند سره د امریکا د اړیکو تودېدا او د ستراتیژیکو اړیکو ټینګېدا د دې سبب شوې چې پاکستان د پخوا په شان په سیمه کې د امریکا د یوازیني متحد چانس له لاسه ورکړي.

د امریکا د سنا جرګې پلاوي وروسته د پاکستان د افغان ستراتیژۍ له اصلي ټاکونکو؛ یعني د پوځ له لوری درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د پاکستان د پوځ په مرکز راولپنډۍ کې وشوه، د خبرپاڼې پر ساس دواړو خواوو امنیتي عملیات او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همږغۍ اهمیت تایید کړ.

په امریکايي پلاوي کې سناتوره الیزابیت وارین، سناتور دیوید پیردو او سناتور شیلډن وایټهاوس شامل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.