امریکايي جنرال: غني له طالبانو سره زموږ له خبرو ملاتړ کوي

 

دامریکا غږ

یو لوړپوړي امریکايي جنرال وايي چې له طالبانو سره د امریکا خبرې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په «مشورې او ملاتړ »تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو او د سولې عالي شورا تر دې مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو کې د افغان دولت استازو پر نه موجودیت باندې اندېښنه ښودلې ده.

خو د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي:”د سولې خبرو په ارتباط د هغه نژدې اړیکو په اساس چې له زلمي خلیلزاد سره یې لرم زما برداشت دادی چې هغه له ولسمشر غني سره په دې اړه مشوره کوي او هغه په کامله توګه په جریان کې اچوي.”

جنرال ووټل زیاته کړه چې له طالبانو سره د خبرو پیل د ولسمشر غني په خبرولو او ملاتړ تر سره کیږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم معمولاً د سولې په اړه د خبرو جریان له افغان چارواکو سره شریک کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د پټو دروازو تر شا د روانو مذاکراتو په اړه اندېښنه وښودل.

محمد عمر داودزي وویل چې په قطر کې د بندو دروازو تر شا د روانو مذاکراتو په اړه د پوره معلوماتو نشتوالی د پوښتنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه:”د امریکایانو او طالبانو د استازو ترمنځ مذاکرات په دومدار توګه جریان لري، زه باور لرم چې ټوله اندېښنه لري، ولې چې که له مذاکراتو څوک خبر ونه لري د اندېښنې وړ ګرځي، تاسو باور وکړی چې زه همدا اوس اندېښنه لرم، خو نه ستاسې په اندازه.” د هغه په وینا ځکه چې مونږ یو څه معلومات لرو.”

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له شااوخوا ۱۲ ورځو راپدېخوا د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.