امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې پروسه تاریخي فرصت وباله

 

تاند- امریکا او پاکستان د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه به په خپل منځ کې تماسونو ته دوام ورکړي او دوه اړخیزې اړیکې به پیاوړې کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا موافقه د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز له یو شمېر نورو امریکايي چارواکو سره پرون پاکستان ته لاړل او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره یې ولیدل.

دواړو خواوو د افغانستان د سولې د بهیر په اړه پر وروستیو پرمختیاوو غور وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، پاکستان د افغانانو ترمنځ پر دیالوګ ټینګار وکړ او هغه یې د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره حیاتي وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان د اوږدې شخړې د پای ته رسېدا لپاره تاریخي فرصت دی او پکار ده چې ټول نفوذ لرونکي افغانان او د افغانستان ګاونډیان په دې پروسه کې مهم رول ولوبوي.

ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد په بل پړاو کې قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره د سولې د خبرو بل پړاو پیل کړي. دی به هند ته هم لاړ شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.