امريکا: پاکستان دې د کانټېننټال هوټل برید کې ښکېل طالب مشران ونيسي
(پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): امريکا له پاکستانه غوښتي څو هغه طالب مشران افغان حکومت ته وسپاري چې د کابل پر هوټل بريد کې يې لاس درلود.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ ويانده سارا سينډرز په يوه خبري کنفرانس کې له پاکستانه وغوښتل چې د افغان طالب مشرانو پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.
هغې زياته کړې: ((افغان طالبانو ته بايد پاکستان اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د افغانستان پر ضد وکارول شي.))
د نوموړې په وينا، ترهګر د پاکستان په خاوره کې په خپلو خوندي مرکزونو کې بريدونه پلانوي او بيا يې په افغانستان کې ترسره کوي.
د سپينې ماڼۍ وياندې له پاکستانه دا هم وغوښتل چې افغان طالب مشران له خپلې خاورې وشړي.
مېرمن سارا ويلي چې د کابل پر ملکي هوټل د طالبانو تر بريد وروسته له افغانانو سره موږ همکاري لا هم پياوړې کړه.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او افغان حکومتونو يادې ادعاوې او تورونه رد کړي دي.
يوه ډله وسله والو طالبانو د مرغومي په ٣٠مه د شپې په نهو بجو د کابل پر انټرکانټنېننټال هوټل بريد وکړ چې تر ١٦ ساعتونو پورې یې دوام درلود.
که څه هم د کورنيو چارو و زارت د وژل شوو کسانو شمېر پنځه تنه ښيي، خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې ٢٢ جسدونه يې عدلي طب ته لېږلي دي.
په وژل شوو کسانو کې ١٤ بهرنيان دي چې ډېرى يې د اوکراين پيلوټان او انجنيران وو، چې له کام اير هوايي شرکت سره يې دنده لرله.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د افغانستان حکومت هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه بريد تر شا د حقاني ډلې لاس و.
نظرات بسته شده است.