امريکا: د تروريزم ضد جګړه کې دې هند، افغانستان او پاکستان همکاري وکړي

 

 

دآزادی راډیو
امريکا له هند، پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه وکړه چې د تروريزم ضد عملياتو په برخه کې ګډه همکاري وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند د يوه کنفرانس پر مهال په کابل او کندهار کې د سې شنبې ورځې حملې وغندلې چې په نتيجه کې يې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د امريکا متحدو ايالتونو د سې شنبې په ورځ د افغانستان، هندوستان او پاکستان ترمنځ د تروريزم ضد عملياتو کې د شراکت او ګډو هڅو وړاندیز وکړ.

د امريکا چارواکو د افغان حکومت د هغو ادعاوو ملاتړ کړى چې په کې ويل شوي اسلام اباد په پاکستان کې دېره سخت دريځو وسله والو ته پناه ځايونه ورکړي او دغه وسله وال په افغانستان کې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

افغان حکومت وخت ناوخت په ځينو حملو کې چې په افغانستان کې شوي، هغه سخت دريځي وسله وال په لاس لرلو تورن کړي چې له پاکستانه يې ملاتړ او مرسته کېږي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

له سخت دريځو وسله والو د پاکستان د ملاتړ په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر وويل، پاکستان که څه هم د سخت دريځو وسله والو پرضد ځينې اقدامات کړي، خو د ده په وينا دغه اقدامات کافي نه دي:
“فکر کوم موږ په دې برخه کې په وضاحت پاکستان ته ويلي څو هغو ډلو ته چې په افغانستان کې حملې کوي يا غواړي وکړي؛ پناه ځاى ورنه کړي، موږ په دې برخه کې ځينې پرمختګونه ليدلي، دوى د دغو پناه ځايونو په برخه کې ځينې اقدامات کړي، خو څرګنده ده چې دا ستونزه لا هم شته، دا له پاکستان سره زموږ په روانو مذاکرو، ډيالوګ او همکارۍ کې شامله موضوع ده.”

مارک ټونر په خپلو خبرو کې د افغانستان امن د پاکستان او هند له امن سره تړلى وباله.

ده وويل د دوى ترمنځ د تروريزم ضد عملياتو کې شراکت او همکاري د سيمې په ګټه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په خبري کنفرانس کې د افغانستان ملي شورا ته نږدې دوې حملې او د کندهار د ولايت په مېلمستون کې د تېرې شپې چاودنه وغندله.
هغه وويل چې په افغانستان کې امنيتي خطرات لا هم په لوړه سطحه دي:

“موږ تل اندېښمن يو، وسله والو طالبانو تل د تاوتريخوالي دغسې بې معنى اقدامات کړي دي، دوى په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤليت منلى دى، څرګنده ده، موږ کوم دليل نه لرو چې د دې ادعا په باب شک څرګند کړو، موږ نه يوازې د خپل ماموريت مشرتابه امنيتي خطراتو ته په سوچ کې يو، بلکې ډيپلوماتانو، غېر دولتي موسسو او نورو اشخاصو ته هم چې په افغانستان کې کار او ژوند کوي، اندېښمن يو.”

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وويل نړيواله ټولنه، د واشنګټن او د ناټو تړون د غړو هېوادونو په ګډون به افغانستان پرې نه ږدي چې شوي پرمختګونه له لاسه ورکړي.

هغه د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د چټکتيا خبره وکړه چې امريکا په دې برخه کې له افغان لوري سره همکارۍ ته ادامه ورکړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ويلي چې تېره جمعه يې د افغانستان په ١٨ ولايتونو کې ٢٠ تهاجمي او تصفيوي عمليات پيل کړي او په دغو عملياتو کې به د سخت دريځو ډلو به وړاندې جدي اقدامات کېږي.

د دې تر څنګ د دفاع وزارت په مشرۍ د «شفق ٢» په نامه هم پوځي عمليات روان دي چې افغان حکومت وايي، د دغو عملياتو په نتيجه کې په لسګونو دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل، کندهار، هلمند او نورو ولايتونو کې د وروستيو ورځو امنيتي پېښو څرګنده کړه چې امنيتي خطرونه لا هم پر خپل ځاى دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.