افغان ۱۹ کلن کرکټ لوبغاړي د اسیا اتلان شول

 
تاند- د افغانستان تر نولس کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو په مالیزیا کې په پایلوبه کې د پاکستان تر نولس کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو ته بده ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ افغان لوبغاړو وکړ او ۲۴۷ منډې یې جوړې کړې. په ځواب کې پاکستاني لوبغاړي د ۶۳ منډو په جوړیدو وسوځیدل.

د افغانستان له لورې اکرام علي ۱۰۷ منډې جوړې کړې او افغان ټیم یې په پښو ودراوه.

د بالنګ په برخه کې مجیب ځدارڼ یو ځل بیا د پاکستان لوبغاړي داسې وسوځول چې د لوبې پر مهال بهرني تبصره کوونکي ویل چې د افغانستان له خوا دغه یو مجیب د پاکستاني لوبغاړو لپاره بس دی.

مجیب ځدراڼ د پاکستان پنځه لوبغاړي اوټ کړ. په همدې اتلولي کې په خپل ګروپ کې هم افغان لوبغاړو پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه، هغه پلا هم مجیب د پاکستان ۶ لوبغاړي سوځولي و.

اکرم علیخېل، چې په پایلوبه کې یې ۱۰۷ منډې وکړې، د پایلوبې غوره لوبغاړی او مجیب ځدراڼ، چې په پایلوبه کې ۵ او په ټول تورنمنټ کې ۲۰ لوبغاړي وسوځول، د ټورنمنټ غوره لوبغاړي وپېزندل شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.