افغان کومانډو ځواک د طالبانو پر ۲ محبسونو چاپې ووهلې

 

تاند- ځانګړو افغان ځواکونو په غور او غزني ولایتونو کې د طالبانو پر مرکزونو په کوماندو عملیاتو کې ۱۸ تنه اسیران خوشی کړل.

د افغانستان د ځانګړي ځواک قول اردو نن /سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې کومانډو سرتېرو د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په سُرخ بلاغ کلي کې د طالبانو پر یوه بند چاپه ووهله او ۹ تنه یرغمل یې د دې ډلې له منګولو وژغورل.

تر دې مخکې کومانډو ځواکونو نن ویلي و چې په غزني کې یې ۹ تنه یرغمل د طالبانو له بنده خوشي کړي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو افغان ځواکونو په ګیرو ولسوالي کې د طالبانو پر بند چاپه اچولې او ۹ تنه یې خوشي کړي دي.

د نوري په وینا د طالبانو بند د ګیرو ولسوالي د عزمت او امین کلا ترمنځ یوې هدیرې ته څېرمه په یوه کانتینر کې و.

نوري وايي چې په خوشي شویو کسانو کې ۵ تنه سرتېري او ۴ عام ملکیان وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.