افغان کومانډو په کجکي ولسوالي کې د طالبانو له بنده تر ۱۰۰ زیات بندیان خوشي کړل

 
تاند- افغان کومانډو ځواکونو د هلمند په کجکي ولسوالي کې د طالبانو له بنده په لسګونو بندیان خوشي کړي دي.

د ملي اردو یوه ویندوی عبدالقادر بهادرزي نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل، افغان کومانډو ځواک په کجکي ولسوالي کې د طالبانو پر بند عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۰۳ تنه بندیان د طالبانو له منګولو وژغورل شول.

د بهادرزي په وینا په دې عملیاتو کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بهادرزی وايي چې په خوشي شویو اسیرانو کې ۵ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دي.

د ده په وینا اکثره نور خوشي شوي کسان هم ملکیان دي خو د هغوی په منځ کې پولیس او د اردو سرتېري هم شته.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سږکال د فبرورۍ ۱۹ مه افغان کومانډو ځواکونو د لغمان په الینګار ولسوالي کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر یوه پټ محبس چاپه واچوله او ۳۰ تنه یې خوشي کړل.

تر دې مخکې افغان او بهرنیو ځواکونو د هلمند په باغران ولسوالي کې په ورته عملیاتو کې په لسګونو اسیران د طالبانو له بنده خلاص کړي وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.