افغان څېړونکي: امریکا په افغان سوله کې پاکستان ته په امتیاز قایله شوې

دآزادی راډیو

افغان څیړونکي وايي چې په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې پاکستان ته امتیاز ورکول افغان سوله حتمي کولای شي.

دوی وايي، پاکستان په ډېره ماهرانه ډول له موقع نه په استفادې په افغان سوله کې خپل اهداف ترلاسه کړل.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: “له طالبانو سره د سولې مسئله او په دغه مسئله کې د پاکستان غوښتنه او د امریکا منل په خپل ذات کې د افغانستان د سولې په مسئله کې د پاکستان امتیازګېري ده، پاکستان په‌دې سره وکړای شول چې د بلوڅانو وسله‌وال غورځنګ او د «پي.ټي.اېم» سوله‌ییز حرکت نه ځان بې غمه کړي، په یوه غشي دوه مرغۍ په نښه کړي، پاکستان په ډېر ماهرانه ډول وکړای شول چې په افغان سوله کې امتیاز ترلاسه کړي.”

دا په‌داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې شپږمې ورځې ته داخلې شوې.

 

قطر کې د اووم پړاو خبرې نن پنجشنبه د شپږمې ورځې لپاره دوام کوي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل چې دواړه خواوې اتیا په سلو کې توافق ته نږدې شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ په نوم بېلتون پاله ډله تروریستي ګروپ کې شامله کړه چې پاکستان یې هرکلی وکړ.

د بلوڅ بېلتون‌پال غورځنګ په بلوچستان ایالت کې د طبیعي زېرمو ته د لاس‌رسي په لټه کې او هم په عواید کې ښه ونډه غواړي.

په ورته وخت کې د پیسو نړیوال صندوق وايي، پاکستان ته د درېیو کلونو لپاره د شپږ ملیاردو ډالرو په اندازه پور ورکوي.

 

د پيسو نړيوال صندوق پاکستان ته د ۶ ملياردو ډالرو په اندازه پور ورکوي
د پيسو نړيوال صندوق يا «IMF» وايي، پاکستان ته د درېيو کلونو لپاره د شپږ مليارد ډالرو په اندازه پور ورکوي. د صدراعظم عمران خان حکومت د پاکستان د ناوړه اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره د دغه پور غوښتنه کړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د هېواد اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د دغه پور غوښتنه کړې.

بل‌خوا پاکستان تازه د لشکرطیبه ډلې مشر حافظ سعید په وړاندې د ځپونکي اقداماتو خبره کوي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي چې د پاکستان او سیمې حالت له نېږدې څاري وايي چې دا ټول معامله ده چې د افغانستان د سولې په هکله د امریکا او پاکستان ترمنځ شوې ده.

دی وايي: “امریکا په‌دې سره په افغان سوله کې پاکستان ته امتیاز قایله شوې، بلوڅان که په تور لېست کې هم شامل شي، دغه غورځنګ اوس نړیواله بڼه خپله کړې، له پاکستان سربېره په ایران، ناجریا او نورو عربي هېوادونو کې موجود دي او حتی په لندن کې فرهنګي مرکز لري، ټلوېزیوني او راډیوي خپرونې لري، د خپل حقونو لپاره مبارزه کوي، د امریکا دا کار پاکستان ته د امتیاز ورکول دي.”

هر هغه ډله چې د امریکا په تور لېست کې شامله شي، مالي سرچینې یې کنګل کېږي، لوړ پوړي چارواکي یې بهر ته نه‌شي تلی او له ډپلوماتیک او رواني فشار سره مخامخ کېږي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.