افغان ځواکونو د غور ولایت تیوره ولسوالي بېرته ونیوله

 

 

تاند – افغان ځواکونو د غور ولایت تیوره ولسوالي چې د یکشنبې په ورځ /د جولای ۲۳مه/ وسله والو یاغیانو نیولې وه بېرته ونیوله.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې یاده ولسوالي نن سهار / د جولای ۲۷مه/ د افغان کمانډو ځواک په عملیاتو کې بېرته ونیول شوه.‌

د غور والي غلام ناصر خاضع رسنیو ته ویلي وو چې طالبانو د یکشنبې په ورځ د تیورې ولسوالۍ د نیولو پر وخت هلته یوه ملکي روغتون ته اور ورته وکړ او لسګونه ناروغان یې چې ښځې او ماشومان هم په کې ول ووژل.

طالبانو د روغتون د سوزولو او د ناروغانو او ډاکټرانو د وژنې ادعا رد کړې وه.‌

تیوره د غور ولایت یوه غرنۍ ولسوالي ده چې په 33°31′08″N 64°25′55″E کوارډېنېټونو پرته ده او خواوشا ۹۰ زره کسان په کې ژوند کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.