افغان ولسمشر په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه
دآزادی راډیو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخېستلو سره رسماً په افغانستان کې د برقي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.
ښاغلي غني د تذکرې له اخېستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقي تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.
ولسمشر وايي، تروریستان او هغوی چې انتحاري حملې کوي له جعلي تذکرو استفاده کوي، خو د برقي تذکرو په وېشلو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.
په ورته وخت کې د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وايي، د برقي تذکرو وېش د ټولنې په ټولو برخو مثبت اغېز لري او خلک باید په کې ونډه واخلي.
پخواني معلومات
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر رسماً پیل شي.
پهدې مناسبت به په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته افغان ولسمشر وینا وکړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲۶مه د بریښنایي تذکرو لپاره د اسنادو د فورمو چارې بشپړې کړې، خو تذکره یې نهده اخېستې.
د دې تذکرو پرسر د ارګ او اجرائیه ریاست اختلافات و، اجرائيه ریاست د سلواغې په میاشت کې ویلي و چې دغه موضوع دې په دولتي کچه د یوه بحث له لارې هواره شي، بیا دې د تذکرو د ویش چارې پیل شي.
نظرات بسته شده است.