افغان مدني فعالانو له حکومته وغوښتل چې د سیګار د وروستي بیان پلټنه دې وکړي

 

 

تاند – افغان مدني فعالانو د سیګار په وروستي بیان سخته غوسه ښکاره کړه او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغې ادارې د تور پلټنه دې وکړي.‌

د امریکا ډیلي کالر خبري وېب سایټ، د پاکستان ډیفینس څانګې او د افغانستان پژواک خبري اژانس د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي جان سوپکو له قوله لیکلي، چې د افغانستان د پوځي څانګې د وژل شویو منسوبینو له کونډو نه د هغوی د مېړونو د تقاعدي تادیو د ورکولو په بدل کې جنسي غوښتنې شوي دي.‌

دغو خپرونو لیکلي، چې جان سوپکو دا خبرې د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۱مه/ وکړې، خو نن یکشنبه /د سپتمبر ۲۴مه/ یا په څلورمه ورځ یې د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو کې یو ډول تبلیغاتي غوغا جوړه کړه.‌

ډېرو فعالانو د دې تور په وړاندې سخت عکس العمل وښود او په دې هکله یې د افسوس څرګندولو تر څنګ د حکومت د چټک اقدام غوښتنه وکړه.‌

هنرمند او د فیسبوک فعال حمدالله ارباب لیکلي، «دلته سرباز د داسې چا په حفاظت کې هم سر ورکوي چې له مرګ وروسته یې بیا د کونډې نه د تقاعد د پېسو په ورکولو د … تقاضا کوي!! 🙁#فیلنګ: وس دا فېصله کول پکار ده چې سرباز د ځینو سرونه وساتي که سرونه یې وپاشي؟!»

د ټولنیزو رسنیو یوه بل فعال صلاح کبیر خپل احساسات داسې څرګند کړي، « سيګار: د شهيد شوو عسکرو د کونډو نه د تقاعد په ورکوونه کې د جنسي تړاٶ غوښتنې کيږي. دا ملت تباه کيږي له خيره!»

ژباړن او د ټولنیزو رسنیو فعال ظاهر عمار په ارګ کې د مېشتو چارواکو په نوم لیکي،‌ «ارګيانو! د سيګار هغه راپور مو ولوست چې پکې ويل شوي د ملي اردو د سر خوړليو عسکرو له کونډو جنسي رشوت غوښتل کيږي؟ تاسې دې خبر وئ چې وطن يوازې د ولسمشر په غوړو عالمانه ويناوو او طرحو نه جوړيږي، وطن کې له هر وګړي سره اجتماعي عدالت د نظام کاواکه ستنو ته قوي تکيه ورکولی شي. د دې وطن له مجبورو کونډو سره دا ډول بې شرمانه چلند به مو نيست او نابود کړي ان شاء الله.»

په ورته وخت کې یو شمېر نورو بیا د حوصلې سپارښتنه کړې او ویلي دي چې حکومت او مدني ټولنه دې په ګډه او د سیګار په همکارۍ داسې کسان پیدا کړي او سزا دې ورکړي.

لیکوال او د ټولنیزو رسنیو فعال خان محمد ستانکزي لیکلي، «حوصله مه بایلئ، ځینې خبرې یوازې تبلیغات وي، حکومت او مدني ټولنه دې سیګار له ګرېوان نه راونیسي او د دې خبرې سپیناوی دې ترې وغواړي، هماغه مامورین دې پیدا کړي او را ځوړند دې یې کړي. بس خلاص!»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.