افغان سياسيون او د طالبانو استازي په دوبۍ کې سره ناسته کوي

 

 

کابل(پژواک، ٢٨ تله ٩٦) : ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې په محده عربي اماراتو کې د افغانستان د ځينو سياسيونو او طالب استازو ترمنځ غونډه جوړه شي.

د يادې غونډې يوه ګډونوال چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا دوه ورځنۍ غونډه به د روان زېږديزکال د نومبر په لومړۍ او دويمه نېټه جوړه شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا ناسته د پګواش په نامه دکاناډايۍ نړيوالې موسسې په همکارۍ جوړېږي چې په کې به دافغانستان د ځينو سياسيونو ترڅنګ د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

د سرچينې په وينا، ښايي په دې غونډه کې د طالبانو د قطر ددفتر په ګډون لس استازي ګډون وکړي.

د غونډې ياد ګډونوال وويل چې له کابل څخه به ډاکټرانوار الحق احدي، حاجي روح الله وکيل، قطب الدين هلال، ډاکټر فاروق اعظم، ضياء الحق امرخېل، شجاع الملک جلاله او يو شمېر نور سياسي مشران، د سياسي ګوندونو غړي او مدني فعالان په دغه غونډه کې ګډون وکوي.

خو د دوبۍ غونډې يو بل ګډونوال چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې دا ناسته د افغانستان د سولې د مطالعاتو موسسې له خوا جوړېږي.

سرچينې زياته کړې چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د امريکا پر وروستۍ تګلارې، د افغان سولې پر ځنډېدلې پروسې، په افغان سوله کې د سيمې د هېوادونو پر رول او په سوله کې د افغان ځوانانو پر رول خبرې او بحثونه وشي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په دوبۍ، قطر، جرمني، فرانسې، اسلام اباد او ځينو نورو هېوادونو کې دا ډول غونډې جوړې شوې دي.

د دوبۍ ناست په داسې حال کې جوړېږي چې څو ورځې مخکې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه جوړه شوې وه، خو پايلې يې راڅرګندې نه شوې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.