افغان سرتيري وايي چې د خلکو امنيت او خوشالي يې اختر دی

 

دآزادی راډیو

په لويه پکتيا کې افغان ملي ځواکونه د اختر لمانځلو لپاره په رخصتيو خپلو کورنو ته نه دي تللي وايي چې د خلکو لپاره امنيت راوستل د دوی رخصت، اختر او خوشالي ده.

د ملي اردو سرتيري چې د بېلابېلو ولايتونو څخه پکتيا ته د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره راغلي او د اختر په شپو ورځو کې په رخصتيو خپلو کورنو ته نه دي تللي او په وظيفو بوخت دي ازادي راډيو ته وايي:

“عبدالکريم د کندز ولايت اوسېدونکی د ملي اردو بريدمل يم او دلته مومن خېلو پوسته کې يم په دې کې موږ کوم مشکل نه لرو چې خلک ښه اختر ولري همدا زموږ اختر دی، بس کور او اختر مو همدا دی چې خلکو ته امنيت برابر کړو.

– مختار احمد د ملي اردو د بريدملانو له ډلې يم، د دې جامعې په خدمت کې يم، د دې مظلوم ولس په خدمت کې يم د دې، تاسې فکر وکړئ چې موږ خپل اختر نه لرو، د ولس اختر زموږ اختر دی چې دوی امن کې وي موږ اختر لرو اول خپلې کورنۍ او بيا د خپل کور افغانستان ټولو خلکو ته اختر مبارکي وايم دوی دې ښه اختر وکړي. ”
يوازې دا دوه سرتيري نه دي چې د اختر ورځې په پوستو او جګړيزو حالاتو کې تېروي په پکتيا مرکز ګردېز او ولسواليو کې يو شمېر نور افغان سرتيري هم د خپل اختر په اړه وايي:

“زه ګل الرحمن يم، د پوليسو يو سرباز تر اوسه پورې خو الحمدالله اختر ښه تېريږي، زموږ اختر زموږ وظيفه ده، کومه وظيفه چې راکړل شوې د خلکو د سوکالۍ لپاره په دې باندې فخر کوو تر څو چې څومره خلک خوشاله وي موږ د دې لپاره خوشاله يو چې د دوی لپاره کوم مشکل جوړ نه شي او موږ قرباني ورکړو.

-زه حکيم الله يم، د پکتيا ولايت احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی د ملي اردو سرباز، بس دا زموږ اختر دی چې په پکتيا کې خلک ښه اختر ولمانځي موږ تر اوسه پورې هېڅ نه دي اخيستي او په دې نظامي لباس کې به اختر کوو او دا مو اختر دی. ”

د دوی په خبره چې د اختر لپاره يې هېڅ ډول توکي نه دي اخيستي او د ملګرو سره به د نظام په زړو لباسونو کې وظايف اجرا کوي چې دا ورته تر بل هر وخت ښه اختر ښکاري، چې د ولس په خدمت کې يې تېريږي.

په ګردېز کې د پوليسو يو شمېر سرتيري او منسبداران هم د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو سوکالي خپل عيد او خوشالي ګڼي.
د ګردېز ښار د پوليسو دوه منسبداران وايي:

“زه احمدشاه بيدار لومړی څارن يم، زما لپاره دا اختر دی چې خلک زموږ په ډاډ خپل اختر ښه ولمانځي او مشکل جوړ نه شي وظايف مو معلوم دي او همدا وظايف زموږ اختر دی او که هرڅنګه کېږي د امن لپاره به اقدامات کوو او مشکلات به حل کوو، تاسې عملاً اوس ګورئ چې په ښار کې قرار لرو، دا ښه اختر دی چې خلک ارام زندګي وکړي.

-څارمن محمد شفيق د پکتيا امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مدير يم چې په دې پاک يونیفورم کې حاضر يم چې د خلکو د سوکالۍ لپاره د اختر په شپو ورځو کې کار وکړم او دا ډېر د افتخار وړ دی چې موږ کار کوو او وظايف لرو. ”

دوی دا هم وويل چې په دوی به اخترونه هغه مهال ښه تېر شي چې مخکې له اختره يې يا ملګري نه وي وژل شوي يا په افغانستان کې عام ملکي وګړي خوندي او په امن کې ژوند وکړي.

د دوی په خبره دا مهال خو په ټول افغانستان کې عام وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، ژوبل شوي او خلک له لسګونه اندېښنو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وختونو کې د اختر راتګ هغومره خوندور نه وي چې تمه يې کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.