افغان حکومت ۱۲ کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل

 

دآزادی راډیو

بالاخره افغان حکومت ۱۲ کاندید وزیران د باور رأیې د اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه د کاندید وزیرانو له معرفي کېدو وروسته له وکیلانو وغوښتل چې د هېواد حساس وضعیت او ملي ګټو ته په پام سره، معرفي شویو کاندید وزیرانو ته د باور رأیه ورکړي.
ښاغلي دانش وویل:

“له تاسې محترمو وکیلانو زما غوښته داده چې د هېواد حساس وضعیت ته په کتو او ملي مسایلو ته په درک سره، دغو کاندید وزیرانو ته چې نن ورځ معرفي شول، د اساسي قانون او د خپلو قانوني دندو په چوکاټ کې د باور رأیه ورکړئ، څو د خدای په مرسته او ستاسو په ملاتړ، زموږ کابینه بشپړه شي.”

نصیر احمد درانی د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا، طارق شاه بهرامي د دفاع، ویس احمد برمک د کورنیو چارو، یما یاري د فواید عامې، فیض الله ذکي د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، مصطفې مستور د اقتصاد، حمید طهماسي د ټرانسپورت، شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او تکنالوژۍ، ګل اغا شيرزی د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو وزارت ته د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شول.

افغان حکومت تر اوږد ځنډ او ګڼو انتقادونو ورسته بالاخره ۱۲ کاندید وزیران د باور رأیې د اخیستلو لپاره وکیلانو ته ورمعرفي کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې په پرله پسې ډول له حکومته غوښتي وو چې باید ټول کاندید وزیران د باور یا عدم باور رأیې اخیستو لپاره، دوی ته ور معرفي کړي.

د جرګې غړي په انتقاد سره وايي چې لا هم د درې وزارتونو، بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره کاندید وزیران دوی ته نه دي معرفي شوي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي له حکومته وغوښتل چې پاتې وزارتونو ته کاندید وزیران او دغه شان د سترې محکمې د عالي شورا غړي هم د باور یا عدم باور رأیې اخیستلو لپاره، دوی ته معرفي کړي.
ښاغلي ابراهیمي وویل:

“حکومت یاید د ولسي جرګې قانوني غوښتنو ته په کتو د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته کاندید وزیران ژر معرفي کړي او دغه شان د سترې محکمې د عالي شورا غړي هم معرفي کړي.”

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، په دې اړه کار روان دی او ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به د کابینې او د سترې محکمې د عالي شورا پاتې غړي هم، د باور رأیې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د معرفي شویو کاندید وزیرانو د پروګرامونو تر اورېدو وروسته به دوی ته د رأیې د صندوقونونو د اېښودو پرېکړه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.