افغان حکومت وايي، ډېر ژر به څلور کلنه امنیتي طرحه چمتو شي

 

دآزادی راډیو

د ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل او ولایتونو لپاره ډېر ژر د څلور کلنې امنیتي طرحې د بشپړېدو او چمتووالي خبره کوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د حکومت مشرتابه له خلکو غواړي چې د دې امنیتي طرحې تر چمتو کېدو له زغم څخه کار واخلي او له دولت سره همکاري وکړي.
ښاغلي ازاد وویل:

“یو بد وضعیت دی، موږ باید حوصله وکړو، له یو بل سره ودرېږو او لاسونه یو کړو. موږ خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې په نېږدې راتلونکي کې به د لوی بدلون شاهدان واوسوو.”

د نجیب‎الله ازاد په وینا ولسمشر او امنیتي ارګانونه دا مهال پر څلور کلنې امنیتي طرحې غور او بحث کوي.

جمهوري ریاست په کابل کې له پرونۍ حملې وروسته وايي، ډېر ژر به د افغانستان په مختلفو برخو کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شي.

بل لور ته ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو تړون، او د امریکا متحده ایالاتو د کابل پرونی ځان‌وژونکی برید په سختو ټکو غندلی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مسؤلې پرنیل کاردیل دا برید بُزدلانه او له انسانیته لیرې عمل او د ملکي کسانو وژنه جنګي جرم بللی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د افغان دولت پر وسله‎والو مخالفینو غږ کړی چې په سمدستي ډول دې پر ملکیانو له حملو لاس واخلي.

په افغانستان کې د ناټو د تړون د قاطع ملاتړ مأموریت پرونۍ حمله یو جنایت بللی او یو ځل بیا يې د یوه باثباته او مصونه افغانستان د جوړېدو لپاره له افغان دولت او ولس سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

طالبانو ادعا کړې ده چې د کابل په پرونۍ حمله کې يې د افغانستان د استخباراتو کارکوونکي په نښه کړي، خو نړیوال سازمانونه وايي چې د ماشومانو په ګډون د دې برید اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون میاشت تر وروستۍ ورځ پورې په افغانستان کې ۱۶۶۲ ملکي وګړي د جګړو او اکثرو هغو بریدونو په نتیحه کې وژل شوي چې د دولت وسله‎وال مخالفین‌يې کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.