افغان حکومت له یوې اسټرالیایي کمپنۍ سره تړونونو لاسلیک کړي

 

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) افغان حکومت نن د ولسمشر غني په حضور کې له یوې اسټرالیایي کمپنۍ سره د همکارۍ پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.

له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا تړونونه د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، کانونو او پطرولیم له وزارتونو، د اوبو تنظیم ادارې او سرې میاشتې سره لاسلیک شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، افغان حکومت له یاد شرکت څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د اسټرالیایي کمپنۍ مشر فورسټ ریمارک ویلي، هدف یې د افغانستان خلکو ته خدمت دی او غواړي افغانانو ته دا وړتیا ور په برخه کړي چې اقتصادي خپلواکي ولري او له شته ستونزو څخه په بریالیتوب ځانونه راوباسي.

هغه زیاته کړې ده چې دوی به له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

اسټرالیا هیواد ډېر کله له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.