افغان حکومت له بېلابېلو شرکتونو سره د ۵ پراختیايي پروژو تړونونه وکړل

 

دآزادی راډیو

افغان حکومت له بېلابېلو شرکتونو سره د یوعشاریه ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت، د پنځو پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د یوعشاریه ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت دغه پنځه پروژې به د بغلان، بامیان، بادغیس، فاریاب، خوست او نورستان په ولایتونو کې پلي شي.

دغه پروژې د سړک پخولو، د پلچکونو د رغېدو او د بغلان ـ بامیان د لويې لارې او په ورته وخت د سالنګ تونل د تخنیکي ارزونو په برخو کې پلې کېږي.

دغه تړونونه د فوایدې عامې وزارت د سرپرست یما یاري او د خصوصي شرکتونو د استازو ترمنځ، لاسلیک شول.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یادو تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به، له ولس سره د حکومت د ژمنې یوه مهمه برخه پوره شي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

“ان شاالله د دغو پروژو په عملي کېدو سره به، د افغانستان د خلکو د غوښتونو یو برخه پوره شي او زه په دې برخه کې د افغانستان د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د همکارۍ غوښتونکی یم. ”

ښاغلي عبدالله همدا راز ژمنه وکړه چې د ملي یووالي حکومت به له دې وروسته، هغو ولایتونو ته چې د نورو هغو په پرتله محروم پاتې شوي، ډېر پام وکړي.

اجرائیه رئیس وايي، هېڅ پروژه د شخصي دلایلو له کبله نه ده ځنډول شوې، خو د چارو د شفافیت لپاره دقت ته اړتیا ده او همدا راز یې سپارښتنه دا وه چې له دې وروسته دې هېڅ پروژه د رسمي پرانېستې لپاره یوه ورځ هم نه معطلېږي.

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تل پر حکومت د پروژو د تطبیق په برخه کې د چارو له ورو پرمختګه انتقادونه شوي دي.

که څه هم د ملي یوالي د کار له پیلېدو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼې لويې او وړې پروژې پلې شوي او پر ځینو یې لا کار روان دی، خو په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې د دغو پروژو د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.

د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع وايي، پلې کېدونکې پروژې به هغه وخت لا ډېرې اغېزمنې وي چې ولس پکې ځان شریک وګڼي.

هغه چې د تړونونو د لاسلیک په مناسبت یې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، که د پروژو په پلې کېدو کې د سیمو له خلکو استفاده وشي، د بیا رغونې ترڅنګ به خلکو ته هم د کار مناسبه زمینه برابره شي.
ښاغلي سمیع وویل:

“یو بله غوښتنه چې موږ یې لرو، هغه شرکتونه چې هلته د کار لپاره ځي، که دوی ځینو عادي کارګرانو او یاهم خامو موادو ته ضرورت لري، هیله ده چې د تر لاسه کولو لپاره یې په سیمه کې قراداد وکړي، څو خلک هم په عام المنفعه پروژو کې ځانونه شریک وګڼي.”

په ولسي جرګې کې د بادغیس د خلکو استازي قاضي عبدالرحیم بیا وویل چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوه لار دا ده چې خلکو ته مناسب کاري فرصتونه برابر او د بیا رغونې پروژې ګړنډۍ شي.

د ښاغلي عبدالرحیم په خبره، که څه هم حکومت د پروژو د تطبیق په برخو کې ځينې ستونزې لري، خو ولس باید د عام المنفعه پروژو د پلي کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.