افغان حکومت د پاکستان وروستي تورونه رد کړل

 

دآزادی راډیو

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو تازه تورونه چې وايي، کابل د هغو تروریستانو پرضد چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي اقدام نه کوي ردوي.

افغان حکومت وايي، کابل د ترورېزم پرضد مبارزې ته ژمن دی.

د حکومت اجرائیه ریاست د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د کورنیو چارو د وزیر هغه ادعاوې ردوي چې وايي، افغان حکومت د هغو تروریستي ډلو پرضد چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي غوڅ اقدام نه دی کړی.

په پاکستان کې د جمعې په ورځ خونړیو بریدونو لسګونه کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
له دې حملو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه په یوه بیان کې وویل، هغه وخت رارسېدلی چې په تېره افغانستان او نور ښکېل اړخونه په سیمه کې د ترورېزم پرضد اقدام وکړي.

د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان هم په یو جلا بیان کې وویل چې افراطي ډلې له خپلو پټنځایونو څخه چې په افغانستان کې دي، حملې کوي.

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې کابل د ترورېزم پرضد مبارزې ته ژمن دی او زیاته یې کړه، افغان حکومت د تروریستي ډلو پرضد لازم اقدامات کړي خو د ده په وینا د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې پاکستان باید نور اقدامات وکړي:
“د افغانستان حکومت د ترورېزم ضد مبارزه کړې، خو پاکستان هغه هېواد دی چې د ترورېزم ملاتړ کوي، د افغانستان دا مبارزه په سیمه او نړۍ کې زیات پلویان لري چې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي، پاکستان هغه هېواد دی چې باید په دې برخه کې زیات کار وکړي.”

د پاکستان د لوی درستیز او د کورنیو چارو وزیر له خوا د ترورېزم پرضد په مبارزه کې پر افغانستان د پاتې راتلو تورونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د جمعې په ورځ په کرمه ایجنسۍ، کوټې او کراچۍ کې تروریستي حملو درانه تلفات واړول.

د کوټې او پاړاچنار په چاودنو کې د وژلو شویو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ پراخ شوی چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د مینځګړتوب هڅې پیل کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیاپیلېدو د هڅو په لړ کې پرون له کابل څخه اسلام اباد ته ورسېد د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښیګڼې پر اړتیا ټینګار وکړ:
“زه د افغانستان او پاکستان په غوښتنه او د ولسمشر شي جین پینګ په امر دواړو هېوادونو ته ولاړم، اصلي هدف دا و چې دواړو خواوو ته غوږ ونیسم او پر وضعیت ځان پوه کړم څو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښېګڼې او په افغانستان کې د پخلاینې له بهیر سره تر وسې وسې،مرسته وکړو.”

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان، پاکستان او چین په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې درې واړو هېوادونو د سیمه ییز ثبات او امنیت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښېګڼې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل سیاسي اعتماد د جوړولو په ګډون د ځینو مهمو مسایلو په اړه توافق کړی.

د ګډې اعلامیې له مخې کابل او اسلام اباد همداراز منلي ده چې د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د نورو ګډو تدابیرو د عملي کولو په برخه کې به له یوبل سره همکاري کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.