افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

دآزادی راډیو

افغان حکومت سربېره پر دې چې د مسکو غونډې ته خوشبن دی، خو وايي چې ګډون په‌کې نه کوي.

تازه له نویو هیلو سره د افغان سولې د هغې دروازې د یو ځل بیا پرانیستو هڅه چې کیلې یې ورکه شوې، د افغانستان په قضیه کې څلور عمده خواوې په مسکو کې سره راغونډې شوي او افغان کشالې ته د حل لاره لټوي.

د مسکو غونډه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه کېږي چې پر روسیې سربېره چین، امریکا او پاکستان به په کې برخه واخلي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې که څه هم د مسکو غونډې ته پلاوی نه لېږي، خو د غونډې مثبتو پایلو ته په تمه دي.

دې وویل: “افغان حکومت په بشپړه توګه د دې غونډې په اړه جریان کې اچول شوی، له دې غونډې هرکلی کوي، افغان دولت دې غونډې ته خوشبین دی، خو زموږ تمه داده چې دغه غونډه د سولې د پرمختګ سبب شي، دا پروسې د افغان ملت په ګټه شي او د سولې پروسه ورسره ګړندۍ شي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ادرسه چا ورکې ګډون نه دی کړی.”

د افغان کشالې د حل په هدف دا درېیمه غونډه ده چې د افغان حکومت د پلاوي په نه شتون کې په مسکو کې جوړېږي.

بل خوا چین اعلان کړی چې ورته غونډه به د افغان حکومت او طالبانو استازو په ګډون په هغه هېواد کې جوړوي.

په افغان حکومت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې افغان پلاوی به په هغه غونډه کې ګډون ونه کړي.

اروپايي ټولنې او امریکا تازه په یوې ګډې اعلامیې کې له افغان رهبرانو غوښتي چې هر څومره چې ژر کېږي، بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون په هدف خپل استازي وټاکي، دا هغه غوښتنه چې تراوسه په ظاهر کې مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د ملي شورا استازي تینګار کوي چې په داسې غونډو کې باید افغان پلاوی ګډون وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي په افغان کشاله کې د امریکا رول مهم بولي او وایي: “دلته د امریکا رول تاثیر لرونکی دی، له دې وړاندې چې کومې ناستې شوي، په سوله یې تاثیر نه و، تر ډېره حکومت په کې څنډې ته شوی و، خو دا ځل مو تمه داده چې د افغانستان په وړاندې رښتیني وي، په ځانګړې توګه د امریکا، روسیې او چین رول په افغان سوله کې تاثیر لرونکی دی.”

په ورته وخت کې یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې له داسې غونډو طالبان ګټه پورته کوي چې تر ډېره افغان حکومت څنډې ته شوی چې په غونډو کې ګډون نه لري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.