افغان حکومت ته د بشري حقونو د مدافعینو په اړه یوه پېشنهادي ټولګه وړاندې شوې

دآزادی راډیو

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو په اړه یو پېشنهادي ټولګه افغان حکومت ته وړاندې کړه.

د بښنې نړیوال سازمان د (بشري حقونو د مدافعینو د ساتنې د استراتیژۍ) تر عنوان لاندې خپله یو پیشنهادي ټولګه افغان حکومت ته وړاندې کړه.

دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو وضیعت د اندېښنې وړ یاد کړ.

د بښنې نړیوال سازمان په باور حکومت د دولتي مسوولینو، زورواکو او وسلوالو مخالفینو له خوا د بشر د حقونو د مدافعینو په وړاندې ګواښونو، تاوتریخوالي او د دوی د وژنو پېښو ته جدي پام نه دی کړی.

د بښنې نړیوال سازمان مرستیال عمر ورج د یک شنبې په ورځ حکومت ته د دغه پېشنهادي ټولګې د سپارلو په مناسبت جوړې شوې غوندې ته وویل: “تر اوسه د بشري حقونو د مدافعینو د قتل قضیو او یا هم د تاوتریخوالي پېښو ته د حکومت لخوا قانوني برخورد نه دی شوی، هیڅ ډول ملاتړیې نه دی شوي، اوس موږ له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي او قوي ګامونو د پورته کېدو غوښتنه کوو ”

د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د بشري حقونو له ۲۰۰ څخه د ډېرو مدافیعنو سره خبرې کړي دي.

دغه سازمان په خپلې څیړنې کې موندلې چې د بشري حقونو له مدافعینو سره تاوتریخوال دېر د حکومت د وسلوالو مخالفینو، دولتی چارواکو، او زورواکو لخوا شوی چې هیڅ ډول رسیدنه ورته نه ده شوې.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وه وویل، اوس هم په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو پروړاندې جدي ستونزې پرتې دي، خو دی یې د مخنوي لپاره یې د ځینو اقداماتو خبره کوي.
هغه وویل: “د بشرِي حقونو د مدافعیونو خوندیتوب د حکومت مسولیت دی، د بشري حقونو او ښځو فعالینوته سپکاوی، دا هېواد له ستونزو سره مخ کوي، زموږ امنيتي او قضايي ادارې باید په دې برخه کې لازم تدابیر ولري، ژمنه کوو چې ددې پېښو د مخنیوي او ستراتیژې د تطبیق لپاره به لازم اقدامات وکړو. ”

د ګواښونو پېژندل، ستونزې، د بشري حقونو مدافعینو ته د ګواښونو محرمیت د ګواښونو پېښو، او د بشري حقونو د مدافعانو د وژڼو قضیو ته په خپل وخت رسېدل د بښنې نړېوال سازمان له خوا حکومت ته مهمې سپارښتنې او د دوی غوښتنې دي.

د بښنې نړېوال سازمان ګواښ کوي، که په افغانستان کې د بشري حقونو دې کړکېچن وضیعت ته پام ونشي، دغه وضیعت به بشري حقونو، مدني فعالینو، د ښخو د حقونو فعالانو او خبریالانو ته جدي ستونزې راولاړې کړي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.