افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو پر بیا زیاتېدو اندېښنې

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم په دغه هېواد کې د کرونا ویروس کچه را ټېټه شوې خو په وینا یې، که چېرې د خلکو له لوري روغتیايي سپارښتې په پام کې ونه نیول شي ممکن په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا هم لوړ شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خلکو د بې غورۍ له امله، بیا ځلي د کرونا ویروس له احتمالي پراختیا اندېښمن دی.

په پلازمېنه کابل کې د ماسک کارول کم شوي او تر ډېره خلک روغتیایي سپارښتنې نه عملي کوي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، څو میاشتي مخکې له ماسک پرته بهر نه راوتل خو د دوی په خبره، اوس ماسک نه کاروي، ځکه کرونا ویروس په افغانستان کې کمزوري شوی او یا هم ختم شوی دی.

د کابل ښار یو اوسېدونکي الفت الله ملکزاده وايي: “وړاندې کله چې له کوره وتلو حتماً به مو ماسک وهه، هغه مهال ټولو روغتیايي سپارښتنې عملې کولې، خو اوس یې هېڅوک هم نه مني، مونږ فکر کوو چې کرونا نوره له منځه تللې او یا هم ویروس نور کمزوری شوی.”

یو شمېر درمل پلورونکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ماسک او میکروب ضد درملو خرڅلاو هم کم شوی.

په کابل کې د یودرمل پلورنځي مالک اسدالله وايي،مخکې به یې هره ورځ ۱۵۰ پورې ماسکونه خرڅول خو اوس د ورځې پنځه ماسکه هم نشي پلورلی.

هغه زیاتوي: “د ماسکونو قیمت هم کم راټیټ شوی، وړاندې مو د ماسکونو یوه بسته په اته سوه افغانۍ پلورله خو اوس د ماسکونو یوه بسته ۲۰۰ افغانیو ته رسېدلې، مخکې به مو یو تر دریو پورې د ماسکونو بستې خرڅولې، خو اوس پنځه ماسکونه هم نه شو خرڅولی.”

ایا په ښوونځيو چې تازه پیل شوي کې روغتیایې سپارښتنې عملي کېږي؟

کندز کې د یوه ښوونځي زده کوونکي، ارشیف
کندز کې د یوه ښوونځي زده کوونکي، ارشیف
په کابل کې د یوه ښوونځي دوه زده کوونکي میلاد او نجیب په دې اړه څرګندونې لري.

میلادي وویل: “یوه اوونۍ کېږې چې ښوونځی شروع شوی، دوه ورځې کېږي چې ښوونځي ته راځم، ټولګي وېشل شوي خو اکثره زده کوونکي ماسک نه کاروي.”

نجیب وايي: “ښوونځی پیل شوی، خو د ښوونځي اکثره زده کوونکي ماسک نه کاروي.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم په دغه هېواد کې د کویډ۱۹ ناروغۍ کچه راټېټه شوې، خو ټینګار کوي که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي ممکن د دغۍ ناروغۍ کچه بیا ځلي لوړه شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکي ازادي راډي، ته وویل: “تراوسه په بشپړه توګه په افغانستان کې د کرونا ویروس له منځه نه دی تللی، اوس هم د ګواښ په سترګه ورته ګورو، هېوادوال باید ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي او له ماسکونو ګټه واخلي.”

ښاغلي ترکي دغه شان د محرم لسمې نېټې مراسمو ته په اشارې سره وویل، چې په دغو مراسمو کې باید ټولنیز واټن او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیول شي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نجرابي نن ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه په ښوونځيو کې د کرونا هېڅ یوه پېښه نه ده لیدل شوې او په دې برخه کې له ټولو ښوونځيو جدې څارنه کېږي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت نجرابي
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت نجرابي
د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د کرونا ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او د یاد ویروس له کبله د مړینې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.