افغانستان کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه

دآزادی راډیو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.

کرونا د ایران له پولې افغانستان ته هم لار وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.

هغه په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې د ثبت اعلان وکړ.

ښاغلي فېروز وویل چې ثبت شوې مثبته پېښه تر جدي درملنې لاندې ده.

هغه زیاته کړه: “نن د خلکو د روغتیا پر وړاندې د یو با مسؤلیته وزیر په توګه د رسنیو له لارې په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د لومړنۍ مثبتې پېښې اعلان کوم او پاتې دوه نورې پېښې منفي دي.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل، په هرات کې بېړنی حالت اعلان شوی او په خبره‌یې هغه ټول غیر ضروري الوتنې چې دې ولایت ته کېدې د لنډې مودې لپاره باید راکم شي.

د کرونا وایروس درې مشکوکې پېښې پرون سهار د هرات د روغتیايي مسؤلینو له‌خوا تأیید شوې او سمپلونه‌یې تشخیص لپاره کابل ته راولېږل شول.

اوس د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې پېښو کې دوه‌یې منفي وې.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال بیا په دغه ولایت کې د ملي ناروغیو د څارنې او په دې اړه د ځواب ورکونې د برخې د مسؤل ډاکتر احمد امیرنژاد په حواله وايي چې د دوشنبې د ورځې تر غرمې پورې په هرات کې په کرونا وایروس د اخته مشکوکو کسانو شمېر ۷ تنو تنه رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې د جدي روغتیايي تدابیرو خبره کوي، خو د خلکو همکاري هم اړینه ګني او ورنه غواړي چې لازم وقایوي تدابیر خپل کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د دې وایروس د پېښو د زیاتېدو په صورت کې له نړېوالې ټولنې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زیاتوي: “زه له دې ځایه په نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له موږ سره د دې وایروس د مخنیوي لپاره، د ډاکترانو د مجهز کېدو، د لازمو امکاناتو برابرېدو او عامه پوهاوي په برخه کې له موږ سره په ګډه کار وکړي.”

د افغانستان امنیت شورا تېره ورځ له ایران سره د افغانستان هوايي او ځمکنی تګ راتګ هم د لنډې مودې لپاره بند او د یو شمېر جدي او وقایوي اقدامات‌یې اعلان کړل.
په دغو اقداماتو کې یو هم له ایران او پاکستان څخه د چرګوړو او هګیو نه‌واردول شامل دي.

کرونا وایروس له شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او تر اوسه‌یې په دې هېواد کې له ۲۰۰۰ زیات کسان وژلي او شاوخوا ۷۰۰۰۰ نور کسان پرې اخته شوي دي.

د ایران په قم کې هم دغه ویروس تر اوسه ۸ کسان وژلي دي.

کرونا وایروس اوس‌مهال د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته انتقال شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.