افغانستان کې د جنګېدونکو افراطي ډلو په اړه پاکستان ته د امریکا خبرداری!
دآزادی راډیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ چې پر خپله خاوره د هغو افراطي ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې جنګېږي.
پامپیو وویل، واشنګټن پر پاکستان مخکې هم فشار راوستی او پهدې مسئله کې یې مسؤل ګڼلی شي.
پامپیو وویل:
“موږ توقع لرو چې پاکستان به پر خپلو لوېدیځو پولو ترورېستانو ته د تګ راتګ او تم کېدو موقعې نهورکوي. موږ تر دې زیات واضح پيغام نهشو پاکستان ته ورکولای، که پاکستان دا کار ونهکړي او صادقانه عمل ونهکړي، مسؤل به وګڼل شي.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وویل چې له خونړیو حملو سره هم ډېرو افغانانو ګډون پهکې وکړ چې امریکا ته د خوشبیني وړ پرمختګ دی.
مایک پامپېو پرون همداراز په افغانستان کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو د روغې جوړې د امکان په اړه وویل:
“ټول په افغانستان کې روغه جوړه غواړي او د دې لپاره تاسو نهشئ کولای چې طالبانو، د حقاني شبکې او په پاکستان کې نورو داسې ډلو ته خوندي ځایونه ورکړئ.”
امريکا او پاکستان د اړيکو پراخولو ته خوشبیني څرګنده کړې
واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې شکایت لري چې پاکستان هغه افراطي ډلې تغذیه کوي چې په افغانستان او هند کې حملې کوي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تېره میاشت له دې امله د پاکستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته هم وځنډوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې پر پاکستانیې د مسؤلیت راوستلو لپاره په بېساري ډول زیات فشار اچولی او هیلهیې څرګنده کړه چې پاکستان به هغه هدف چې دوی ورته ټاکلی، لاس ته راوړي.
مايک پامپیو وویل:
“موږ تر دې واضح نهشو ورته ویلی. هیله لرو چې پاکستان به دې هدف ته د رسېدو لپاره صادقانه هڅه وکړي.”
خو پاکستان مکرراً ادعا کوي چې په خپله خاوره کې د وسلهوالو ډلو پر ضد په مبارزه کې يې ډېره قرباني ورکړې ده.
پاکستان همداراز ویلي چې د افغانستان له حکومت سره مذاکرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته کولای شي.
پاکستان د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د امریکا له نږدې متحدانو ګڼل کېده.
نظرات بسته شده است.