افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ١٦٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت په ١٧٢بريدونو کې ٨٣٩ تنه وژل شوي او ٧٨٣ نور ټپيان دي او شمېرې ښيي چې په جون کې د مې په پرتله بريدونه ١٦ خو مرګ ژوبله ٤٦ سلنه کمه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وړمه (مې) مياشت کې نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د اپرېل په پرتله په مې کې د بريدونو په شمېر کې ٥٨ سلنه، خو په مرګ ژوبله کې ٣٩ سلنه زياتوالى راغلى و.

د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٨ ولايتونو کې شوې خو د وړمې مياشتې بريدونه په ٢٩ ولايتونو کې وو.

د جون مياشتې له بريدونو څخه ٥٨ مخامخ نښتې، ٥٣ هدفي وژنې، ٣٤ چاودنې، ٢١ هوايي بريدونه او ٦ ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ١٦ تنو اوو ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په ځانمرګو بريدونو او دوو، دوو ته په هوايي او هدفي بريدونو او چادونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر ټولو ډېر ٢٨ بريدونه په فارياب، شل په ننګرهار، ١٥ په هلمند، ١٢ په فراه، ١١ په پکتيکا، اته اته په کندهار او اروزګان، شپږ شپږ په غزني، هرات او جوزجان، پنځه پنځه په کابل، لوګر او پروان، څلور څلور په خوست، پکتيا او زابل، درې درې په کاپيسا، نيمروز، سرپل او تخار، دوه دوه په بلخ، کونړ، کندوز، ميدان وردګو او سمنګان او يو يو بريد هم په بدخشان، بغلان او لغمان ولايتونو کې شوي دي.

پژواک په تېره )جون) مياشت کې له بادغيس، باميان، دايکنډي، غور، نورستان او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه کړى. وړمه (مې) مياشت کې پر دې ولايتونو سربېره له نيمروز ولايت څخه هم د بريد راپور نه و ترلاسه شوى.

وړمه مياشت تر ټولو ډېر بريدونه په ننګرهار ولايت کې شوي وو.

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال زلمى وردګ په فارياب او ننګرهار کې د بريدونو د ډېروالي په اړه وايي: “د جګړې يو نوم تاکتيک دی، وسله وال مخالفين هم د جګړې د پلان له مخې، کله په يو او کله هم په بل ولايت کې بريدونه او تحرکات زياتوي.”

د ده په وينا، فارياب کې د دولت د وسله والو مخالفينو د تحرکاتو تر څنګ، ځينې نامسووله وسله والې ډلې هم فعاليت لري.

هغه وويل چې د دې ډلو تحرکات هم د بريدونو او مرګ ژوبلې پر کچې نېغ اغېز لري.

د هغه په اند، په ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر ثبت شوي چې تېره مياشت هلته د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعشيانو پوځي تحرکات هم ډېر وو.

تېره مياشت داعشيانو د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ د تورې بوړې مهمه سيمه له وسله والو طالبانو هم د يو څه وخت لپاره ونيوه، خو دولتي سرچينې وايي چې دغه ستراتيژيکه سيمه اوس دولتي ځواکونو نيولې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي چې تېره مياشت فارياب او ننګرهار له هغو ولايتونو څخه و چې د دولت د وسله والو مخالفينو تحرکات په کې ډېر وو او د لوړې کچې امنيتي ګواښونه په کې وو.

هغه زياته کړه: “تېره مياشت په فارياب کې وسله والو طالبانو غوښتل پياوړي مرکزونه ولري او ورسره يې پوځي تحرکات هم ډېر وو، بالمقابل موږ هم په فارياب کې پلان شوي عمليات درلودل، نو ځکه تېره مياشت هلته بريدونه ډېر وو.”

وزيري هم وايي چې تېره مياشت د ننګرهار پچيراګام، خوګياڼيو او چپرهار ولسواليو کې د دولت وسله والو مخالفينو (داعشيانو او طالبانو) تحرکات درلودل چې د دولتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره جون مياشت په يادو ١٧٢ بريدونو کې ټول ٨٣٩ تنه وژل شوي او ٧٨٣ نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې شمېر ته په پام په تېره مياشت کې هره ورځ په منځنۍ کچه ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وړمه مياشت بيا هره ورځ ٩٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه (١٤) د تېرې مياشتې په ١٤مه ترسره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو (١٨٥ تنو ته) د جون په درېيمه مرګ ژوبله اوښتې ده. د تېرې مياشتې په ٢٧مه چې د کوچني اختر له درېيمې نېټې سره سمون لري، د بريد راپور نه دى ترلاسه شوى.

د پوځي چارو شنونکي زلمي وردګ تېره مياشت کې د بريدونو او مرګ ژوبلې د کموالي په اړه وايي: “دا چې وسله وال مخالفين پراګنده ډلې دي او سل په سله منظم تشکيلات او مسووليتونه نه لري، نو دا چې روژه وه او عيد را روان و؛ اکثر خپلو کورونو ته تللي وو او پراخ ډله ييز بريدونه يې نه درلودل.”

د ملي دفاع وزارت وياند وايي، تېره مياشت ځکه مرګ ژوبله کمه وه چې وسله وال مخالفين ځپل شوي، مخامخ جګړې يې نه شوې کولاى او يواځې څو ځانمرګي بريدونه يې وکړل.

تېره مياشت مرګ ژوبله د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې اوښتې ده.
تېره مياشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ترتيب په هلمند، ننګرهار، کابل، فارياب او اروزګان ولايتونو او تر ټولو لږ په سمنګانو، نيمروز، بغلان، لغمان او بدخشان ولايتونو کې اوښتې ده.
د پژواک د راپورونو له مخې، په جون کې په منځنۍ کچه په هر بريد کې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په مې کې په هر بريد کې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پوځي شنونکى زلمی وردګ وايي، افغانستان کې استخباراتي او چريکي جګړه په پوره شدت سره روانه ده، کله په بريدونو کې د لږ او کله د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتل د جګړې پر تاکتيکونو پورې اړه لري.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په اکتوبر کې اوښتې وه، له هغه وروسته تر ډسمبر پورې مياشت په مياشت د مرګ ژوبلې کچه رالوېدلې ده، خو تر ډسمبر وروسته د مې تر اخره، ورځ تر بلې د جګړو له امله مرګ ژوبله ډېره شوې او تېره مياشت بيا کموالى په کې راغلى دى.
افغان وژنه بس کړئ!

د جګړو د قربانيانو د کورنيو غړي خوښ دي چې په سيمو کې يې په تېره يوه مياشت کې جګړې او بريدونه کم شوي خو هيله لري چې په هېواد کې سراسري سوله ټينګه او افغان وژنه بنده شي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د چوڼۍ سيمې اوسېدونکی ۳۸ کلن محمد ابراهيم چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې يې د ماين په چاودنه کې خوريی وژل شوی، يو له همدې کسانو دى.

دى وايي چې خوريی يې ملکي وګړى و او بې ګناه ووژل شو.

هغه وايي چې روان کال په کندهار کې هره مياشت په لسګونو او سلګونو انسانان د ماين په چاودنو او جګړو کې وژل کېږي، خو له نېکه مرغه چې په تېره يوه مياشت کې هلته جګړې او بريدونه کم شوي دي.

د پژواک د راپورونو له مخې، وړمه مياشت (مې) کې کندهار کې په ٢٦ بېلابېلو بريدونو کې ٣٥٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه خو تېره (جون) مياشت کې د بريدونو شمېر اتو او د مرګ ژوبلې شمېر ٧٢ ته رالوېدلى دى.

محمدابراهيم وايي، دى او د جګړو د قربانيانو کورنۍ تر نورو ډېر سوله غواړي؛ ځکه چې هغوى د سولې په ارزښت تر نورو ډېرې ښې پوهېږي.

دى زياتوي: “زما د خوريي شهادت د هغه د کورنۍ ملا ماته کړه، د خپل ځوان زوی په وير ناسته ده، زوى يې د کورنۍ يوزاېنی تکيه و.”

دغه راز د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ګلي کلي اوسېدونکى اخترمحمد چې په تېرو دوو کلونو کې يې درې وروڼه چې درې واړه پوليس وو، په جګړو کې وژل شوي، هم خوښ دى چې په تېره يوه مياشت کې غزني کې جګړې د وړمې مياشتې په پرتله يو څه کمې شوې دي.

خو هغه زياتوي: “د خوښۍ خبره دا ده چې په اختر کې په غزني کې هېڅ امنيتي پېښه نه وه، هيله مو دا ده چې دايمي او بشپړه سوله ټينګه شي.”

د راپورونو له مخې، غزني کې وړمه (مې) میاشت کې په لسو بېلابېلو بريدونو کې ٧٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه خو تېره (جون) مياشت کې د بريدونو شمېر ٦ او د مرګ ژوبلې شمېر ٦٩ ته رالوېدلى دى.

هغه وايي چې جګړه کې دواړو لوريو ته افغانان وژل کېږي او د افغان وژنې د بندېدو يواځنۍ لار سوله ده؛ نو ځکه بايد ښکېلې غاړې په رېښتيني توګه او اخلاص سره د سولې لپاره ګامونه پورته کړي.

اخترمحمد وايي، دولت بايد د سولې د ټينګښت لپاره رښتينې هڅې وکړي او په ” تشو تبليغاتو” دې خلک نه غولوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.