افغانستان کې تاوتریخوالی صفر ته نه رسیږي ـ میلي

دامریکا غږ

د امریکا متحده ایالاتو د وسله والو قواوو لوي درستیز جنرال مارک میلي وايي، ممکن په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدلو کچه صفر ته ونه رسېږي.

ښاغلي میلي تېره ورځ د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په گډ خبري کنفرانس کې په پنټاګون کې خبریالانو ته ویلي چې طالبان یوه ډله نه ده بلکې هلته ګڼې نورې تروریستي ډلې هم فعالیت کوي.

دغه لوړپوړی امریکا چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې تېره ورځ د افغانستان د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال په میدان کې ماین چاودنې درې افغانان ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په مناسبت د (کب ۳ ـ تر ۹مې) پورې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدلو باندې هوکړه شوې وه.

دواړو لورو په افغانستان کې د امریکا د شااوخوا ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف تېره شنبه فبررۍ۲۹مه د سولې تړون هم لاسلیک کړ چې ورسره په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو کې کموالی راغلی دی.

ښاغلي میلي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په هدف دغه تړون مهم بللی او زیاتوي چې یاد تړون به د «بین الافغاني» مذاکراتو لامل وګرځي چې ورسره به سرتاسري سولې ته هم زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي: “ټول دا فکر کوي چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي کمېدو کې مطلق کموالی راشي چې ممکن رامنځته نشي، ممکن د صفر کچې ته ونه رسېږي،دا یو مهم ګام دی چې د بین الافغاني خبرو لامل ګرځي او سولې ته زمینه برابره کړي، خو دا چې څوک فکر کوي چې د صفر کچې ته به ورسېږي، ممکن داسې ونه شي.”

د امریکا دفاع وزیر هم تمه ښودلې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل دوام وکړي چې د نوموړي په وینا په دې سره به اوربند هم رامنځته شي.

تېره شنبه د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې سره هم مهاله کابل ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره یوه اعلامیه هم خپره کړه.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر یاده اعلامیه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل په لور یو مهم او لومړی ګام بللی دی.

اسپر ویلي امریکا غواړي په افغانستان کې د داعش او نورو تروریستي ډلو په وړاندې د تروریزم ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم د تاوتریخوالي کمښت پر دوام باندې ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند سوني لګټ پر خپل ټوېټر د ښاغلي میلر له قوله لیکلي: “د تاوتریخوالي کمېدل باور جوړونکي و،موږ د خپلو مکلفیتونو له مخې ډېر جدي یو،موږ تمه لرو چې طالبان هم خپلو مسؤلیتونو ته جدي وه اوسي، په دې اړه د متحده ایالاتو هیلې ډېرې روښانه دي تاوتریخوالی باید کم پاتې شي.”
@USFOR_A
“The reduction in violence was a confidence builder. We’re very serious about our obligations and we expect the Taliban will be serious about their obligations. The United States has been very clear about our expectations—the violence must remain low.” – Gen. Scott Miller

پر یوې پوستې برید کې درې پولیس وژلي دي.

د هلمند چارواکو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.