افغانستان: پاکستان دې د افغان کډوالو کارتونه تر یوه بل کاله هم تمدید کړي

 

دآزادی راډیو

افغانستان له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د ثبت شويو افغانانو د کډوالۍ کارتونه دې تر یوه کاله نور هم تمدید کړي.

پاکستاني رسنیو په اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفير مرستيال زردشت شمس له قوله راپور ورکړی چې وايي، هېڅ امکان نه‎لري چې په يوه مياشت کې ټول افغان کډوال له پاکستانه ووځي.

د ښاغلي شمس په وينا، افغان حکومت له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی چې دا اسناد تر یوه کال یا لږ تر لږه تر شپږو مياشتو تمديد شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو اسناد د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه پوره شول او پاکستان دا اسناد يوازې د يوې مياشتې لپاره تمديد کړل.

اوس‎مهال اټکل کېږي چې شااوخوا يو میليون او څلور لکه ثبت شوي او ۷ لکه بې‌اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

هېڅ امکان نه‎لري چې په يوه مياشت کې ټول افغان کډوال له پاکستانه ووځي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دا پرېکړه د نړيوالو کنوانسیونونو خلاف ده.

د دې وزارت وياند اسلام‎الدين جرأت ازادي راډیو ته وويل، د پاکستان حکومت د دغو کډوالو پر وړاندې نړیوال مسؤلیت لري.

دی وايي:

“لومړی خو له افغانستان سره اړوند د دوه میلیونه انسانانو په اړه د پاکستان پرېکړه يو اړخیزه ده او د دوی په اړه د پاکستان دا پرېکړه د نړيوالو کنوانسيونونو، موافقو او بشري حقونو له اعلاميو سرغړونه کوي او په همدې حال کې دا اقدام د پلي کېدو وړ نه‎دی. پر دې اساس د پاکستان دولت خپل نړيوال مسؤليتونه لري.”
په همدې حال کې په پاکستان کې افغان کډوالو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په پېښور ښار کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ویې‌ويل چې د یوې مياشتې لپاره د اسنادو تمديد کم وخت دی او دوی نور وخت ته اړتيا لري.

د دوی په وینا، افغانان په پاکستان کې میلیونونه روپۍ مصرفوي چې د هغه هېواد اقتصاد ته‌یې ګټه رسولې ده.

د افغان کډوالو رئیس عبدالغفار شينواري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په پېښور کې په ياده غونډه کې وويل، افغانانو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې تر څلور میليارده ډالره زیاته پانګونه کړې ده.

د ښاغلي شينواري په وينا، افغانستان او پاکستان باید سیاست د کډوالو له ستونزو سره يوځای نه‎کړي.

دی وايي:

“موږ بيا بیا د پاکستان حکومت ته درخواست کړی چې هر کله مو له افغانستان سره سياسي اختلاف راغی، تاسو افغان کډوال د سياست مه‌قرباني کوئ.”
په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفارت د ازادي راډیو پر بيا بيا تماس سربېره حاضر نه‎شو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د برخلیک او اوسني وضعيت په اړه نظر څرګند کړي.

افغان کډوالو ته د پاکستان له‎خوا د ضرب‌الاجل ټاکلو پېښه د اسلام‎اباد پر وړاندې د واشنګټن د مالي مرستو له بندیز سره په يوه وخت سر خوري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړي پيغام کې پاکستان درواغجن هېواد ياد کړ او ویې‌ويل چې دغه هېواد د ترورېزم سره په مبارزه کې امریکا تېر ايستلې ده.
Donald J. Trump

@realDonaldTrump
It’s not only Pakistan that we pay billions of dollars to for nothing, but also many other countries, and others. As an example, we pay the Palestinians HUNDRED OF MILLIONS OF DOLLARS a year and get no appreciation or respect. They don’t even want to negotiate a long overdue…

9:37 AM – Jan 3, 2018
17,324 17,324 Replies 29,341 29,341 Retweets 117,503 117,503 likes
Twitter Ads info and privacy
خو پاکستان ويلي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو مسئله د امریکا د مرستو له بنديز سره تړاو نه‎لري او پخوا د افغان کډوالو اسناد د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر تر ۳۰مې تمديد شوي وو، نو دوی بايد په درېيو نورو اوونیو کې له پاکستانه ووځي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.