افغانستان د پاکستان له نوي حکومته په سوله کې د همکارۍ تمه لري

 

دآزادی راډیو
د افغانستان حکومت تمه ښيي چې د پاکستان نوى حکومت به په افغانستان کې د سولې پروسې له بريا سره صادقانه همکاري وکړي.

اجرائيه رياست وايي، تروريستان د يوه هېواد سياسي او پوځي ګټې هم نه شي تضمينولاى.

د افغانستان اجرائيه رياست دغه څرګندونې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د وروستيو خبرو په ځواب کې وکړې چې په افغانستان کې يې د سولې د هڅو ملاتړ کړى دى.

اجرائيه رياست: تروريستان د يوه هېواد سياسي او پوځي ګټې هم نه شي تضمينولاى
د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
​”پاکستان کولاى شي د افغانستان د سولې او جګړې په چارو کې جدي نقش ولوبوي، موږ په وار- وار اعلان کړى چې تروريستان د يوه هېواد ګټې هم نه شي تضمينولاى، له تروريستانو د وسيلې په توګه استفاده غلط سياست دى، د پاکستان له نوي حکومت څخه به مو انتظار دا وي چې په بريالي ډول د افغانستان د سولې پروسې د بشپړتيا په برخه کې جدي او عملي ګامونه پورته کړي چې په افغانستان کې د وضعيت د ښه کېدو؛ په سيمه او نړۍ کې د کرارۍ شاهدان واوسو.”

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چې پخوا يې يو لړ څرګندونو په افغانستان کې عکس العملونه پارولي وو، د افغانستان په وړاندې د معتدل سياست خبره کړې ده.

​عمران خان د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په يوه ټلوېزيوني وينا کې وويل چې په افغانستان کې به د سولې د ټينګښت او د امريکا له متحده ايالتونو سره د ګډ کار هڅه وکړي.

خو عمران خان تر دې مخکې په افغانستان کې د امريکا پر روانې پوځي مبارزې او په پاکستان کې پر افراطي وسله والو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر حملو انتقادونه کړي وو.

د تحريک انصاف ګوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشول، زيات سيټونه خپل کړي، خو مطلق اکثريت يې نه دي ګټلي.

د تحريک انصاف ګوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشول، زيات سيټونه خپل کړي
د تحريک انصاف ګوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشول، زيات سيټونه خپل کړي
د اکثريت لپاره د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ٢٧٢ سيټونو له جملې ١٣٧څوکيو ته اړتيا وه، خو د ده ګوند لږ تر لږه ١١۵ څوکۍ ګټلې دي.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د ائتلافي حکومت د تشکيل پر سر پرون جمعه خبرې پيل کړې.

تر ډېره ګومان کېږي چې د عمران خان شا ته د پاکستان پوځ ولاړ دى چې له واک څخه د پخواني صدراعظم نواز شريف په ليرې کولو کې هم ښکېل بلل شوى دى.

ويل شوي نواز شريف هڅه کوله چې د پاکستان پر سياست د پوځ دوديزه واکمني راکمه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.