افغانستان د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې مهم ټکی دی
تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: په بروکسل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه پيل شوه چې یوه ورځ به یې د افغانستان په اړه بحثونو ته ځانګړې وي.
دا ناسته نن پیل شوې چې له افغانستان څخه د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم ورغلی او سبا ته په دویمه او وروستۍ ورځ به په کې د افغان سولې، امنیتي وضعیت،او امنیتي ځواکونو د مالي او روزنیز ملاتړ په برخه کې مهم بحثونه وشي.
ناټو دفاع وزیران به همدا راز په افغانستان کې د خپل ماموریت د تمدید په اړه هم سباته پرېکړه وکړي.
نظرات بسته شده است.