افغانستان د استرالیايي ځواکونو د ‘جنګي جرمونو’ په اړه له پلټنو هرکلی کړی

دامریکا ږغ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د استراليايي عسکرو د جنګي سرغړونو د تورونوپه تړاو د استرالیا د دفاعي ځواکونو د پلټونکې ادارې له راپور څخه هرکلی کړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) په یوې اعلامیه کې د یاد راپور نشرول د جنګي سرغړونو قضیو ته په شفافه توګه د رسېدو او د عدالت د تامینېدو په لور مهم ګام بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د استرالیا له دولت سره په یو غږ دغه سرغړونې غندلي او نه بخښونکې یې بللې دي، د یاد راپور نشرول او د دې قضیې د څيړلو لپاره د هغه هېواد د څارنوالۍ د پلاوي ټاکل د عدالت د ټینګولو په لور مهم ګام ګڼل کېږي”.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د استرالیايي چارواکو له خوا د بخښنې له غوښتلو او د هغه هېواد د عسکرو د سرغړونو په اړه د څیړنو، عدالت تامینولو او د قربانیانو کورنیو ته د رسیدا له امله قدر داني کړې ده.

دغه وزارت ویلي چې دواړه هېوادونه په ګډه کار کوي ترڅو د څيړونکي پلاوي سپارښتنې عملي شي او د جنګي سرغړونو له امله زیانمنو کسانو ته د خسارې جبران وشي.

د استرالیا د دفاع وزارت موندنې ښيي چې په افغانستان کې یو شمیر میشتو استرالیايي ځواکونو ۳۹ افغانان په غیرقانوني توګه وژلي دي.

د استرالیا د دفاع وزارت له خوا د یادې قضیې په تړاو خپور شوي راپور کې راغلي: “دغه راپور همداشان بیلابیلې ادعاوې ښيي چې د استرالیا دفاعي ځواکونه د خپل کنټرول لاندې کسانو سره په بې‌رحمانه ډول چلند کوي. له دغو اقداماتو څخه یو یې هم د تودې جګړې پرمهال نه دي ترسره شوي. د پېښو قربانیان جګړه‌ییز خلک نه و او یا نور په جګړه کې نه و”.

په تیرو څو کلونو کې لویدیځو رسنیو څو ځلې په افغانستان کې د میشتو استرالیایي پوځیانو له خوا د بندیانو سره د “غیر قانوني چلند” راپورونه ورکړي و چې په کې د ملکیانو او افغان بندیانو وژنه هم شامله ده.

د دغو تورونو په هکله پلټنې د څلورو کلونو راهیسې په محرمانه توګه روانې وې چې ګواکې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او نتیجې یې دوه اونۍ وړاندې د استرالیا حکومت ته سپارل شوې دي.

د استرالیا حکومت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د ځانګړي څارنوال د دفتر په جوړولو سره په افغانستان کې د استرالیایي پوځیانو د “جنګي جنایاتو” تورونه پلټل کېږي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۳۹ زره استرالیايي عسکرو دنده ترسره کړې چې له دې شمېرې ۴۱ یې په افغانستان وژل شوي دي.

استرالیا اوس په افغانستان کې ۴۰۰ عسکر لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.