افغانستان ته د هند د غنمو درېمه محموله هم راورسېده

 

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: افغان چارواکي وايي، د هند د غنمو ۷۵ زره ټنه اعلان کړیو مرستو یوه بله محموله هم نن جمعه افغانستان ته راورسېده.
د ملي پراختیا شرکت چې د دغو غنمو د انتقال او ځای په ځای کولو مسوولیت لري، وايي‌ چې په تازه رارسېدلې محموله کې ۵۷۵۰ متریک ټنه غنم راوړل شوي چې د مۍ په ۲۷ مه د چابهار بندر ته او نن جمعه افغانستان ته راورسول شول.

د ملي پراختیا شرکت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، هند افغانستان ته د ۷۵زره متریک ټن غنمو د مرستو ژمنه کړې او تر دې دمه ۲۱زره ټنه یې استولي دي: ((تر دې مخکې په دویمه محموله کې ۱۰زره ټنه غنم انتقال او د هرات او کندهار په زیرمو کې ځای په ځای کړل شوي دي.))

دا درېیمه محموله ده چې افغانستان ته انتقالیږي او ټاکل شوې چې د څلورمې محمولې استول به یې بله اوونۍ د جون په اتمه پیل شي.

د یادونې ده چې د کورونا ویروس د پېښو له زیاتېدووروسته نړیوال بانک او ځینو هېوادونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.
په دې لړ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ولسمشر غني سره په تیلیفون کې ډاډ ورکړ چې افغانستان ته به غنم ورکوي.

افغان حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ډېرو ولایتونو کې قرنطین اعلان کړی چې له کبله یې ډېر خلک بېکاره او بې روزګار شوي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې د ورځې په مزدورۍ به یې ژوند کاوه.

د کوروناویروس له کبله تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۲۶۴ کسان مړه شوي او نژدې ۱۳۶۶۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.