افغانستان ته تېرو لسو ورځو کې د ریل پټلۍ له لارې سل زره ټنه توکي وارد شوي

 

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱مه: افغانستان د ریل پټلۍ اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې افغانستان ته د اورګاډي په واسطه له سلو زرو ټنو ډېر سوداګریز توکي وارد شوي دي.

د دغې ادارې په اعلامیې کې چې نن یکشنبه یې تاند ته استولې راغلي چې د دغو توکو ستره برخه خوراکي او پاتې یې نفتي او د ساختماني توکي دي چې د حیرتان-مزارشریف، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

دغه اداره وایي،په وارد شویو توکو کې ۱۲ زره ټنه غنم، ۴۱ زره ټنه اوړه، دوه زره ټنه غوړي شامل دي چې د دوه زرو واګونونو په واسطه افغانستان ته راوړل شوي دي.

که څه هم له هغه وروسته چې افغانستان کې د کورونا ویروس د خورېدو له امله پر لېږد رالېږد باندې محدودیتونه وضع شوي دي، خو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې له دغې مودې راهیسې د ریل پټلۍ له لارې په ځانګړې توګه واردات، ټکني شوي نه دي او دا لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت څلور سوه زره ټنه خوراکي او نور سوداګریز توکي له همدې لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

د رپوټونو پر اساس هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰ واګونونه سوداګریز توکي افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردیږي.

اوس مهال افغانستان له منځنۍ اسيا، ایران او چين سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګريزې راکړې ورکړې لري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.