افغانستان او پاکستان د سولې په اړه په کومو اقداماتو موافقې ته رسېدلي؟

دآزادی راډیو

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، افغانستان او پاکستان دې موافقې ته رسېدلي چې د سولې بهیر د پر مخ بیولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په راتلونکو څو ورځو کې مشخص اقدامات وکړي.

دغه دفتر وايي، پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ په سفر کې افغان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي د دواړو هېوادونو د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان په چوکاټ کې د ۶۶ فقریزو ژمنو د عملي کولو لپاره د ځانګړو اقداماتو په ترسره کېدو موافقې ته رسېدلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند قادرشاه د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال غبرګولي ۰۷» ازادي راډيو ته وویل، د افغان او پاکستاني پلاوو د تېرې ورځې په ناسته کې ټینګار په دې و چې هغه ډلې چې سوله نه‌کوي، د دواړو هېوادونو له ګډو اقداماتو سره به مخ شي.
دی وایي:

“د دغه سفر په ترڅ کې د عمل د پلان په چوکاټ کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو او دواړه لوري پرمختګونو ته هم رسېدلي دي، توافق شوی چې د یوه بل پر وړاندې به د یوه هېواد جغرافیه هم نه‌کارېږي، د افغانستان په مشرۍ به د سولې له پروسې په جدیت سره ملاتړ کېږي او یو ښه مېکانیزم رامنځته شوی، دا مېکانیزم داسې دی چې کاري ډلې به رامنځته کېږي، تر څو د عملي لارو چارو لپاره زمینه مساعده کړي.”

نوموړی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه شوې چې کاري کمېټې په دواړو خواوو کې خاص همغږي کوونکي وټاکي او دغه‌شان د دغو کمېټو د عملي فعالیتونو له پر مخ بیولو نه به د دواړو هېوادونو رهبري مستقیمه څارنه کوي.

ښاغلی قادرشاه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او امنیتي موضوعاتو تر څنګ په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیتي موضوعاتو هم بحث شوی دی.

د پاکستان له پوځه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ځانګړو کاري ډلو د جوړولو تر څنګ، دواړو لورو په داسې دوه اړخیزه امنیتي همکاریو هم بحث وکړ چې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم په بلنه تېره ورځ یوه لوړپوړي افغان پلاوي هغه هېواد ته سفر وکړ.

د ملي امنیت سالاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ دغه افغان پلاوی چې د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر هم په‌کې شامل وو، تېره ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار، لوی درستیز، د امنیتي دستګاه له مشرتابه، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره کتلي او د یادو مسایلو په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې د دغه سفر په تعقیب د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی شایسته باز ناصري د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروستیو خبرو او هوکړو ته په کتو وايي، دا هر څه هغه مهال نتیجه ورکولای شي چې پاکستان رښتینی عمل وکړي.
نوموړي وویل:

“که چېرې پاکستان صادقانه عمل وکړي، له شک پرته چې موږ تل په خپلو ژمنو ولاړ یوو، خو که دوی یو ځل بیا چل او فرېب ته مخه کړي، دا ځل به‌یې نتیجه ښه نه‌وي.”

د نوموړي په وینا، افغانستان تل له ټولو هېوادونو په تېره بیا له خپلو ګاونډیانو سره نېکې اړیکې درلودلې دي او پاکستان هم باید په دې پوه شي چې همکاري یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ خړې شوې اړیکې رغولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.