افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیتي اړیکو د پراختیا موافقه وکړه

 

تاند- افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې په خپل منځ کې د دوامدارو اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا موافقه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او سوداګرو د پلاوي او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار نثار خان جنجوعه ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د مرستیالې کاملې صدیقي په مشرۍ پلاوی په اسلام اباد کې دی چې له پاکستاني چارواکو سره د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پر ستونزو خبرې وکړي.

دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي راکړو ورکړو د پراختیا لپاره موافقه وکړه چې هغه ستونزې له منځه یوسي چې افغان او پاکستاني سوداګر ورسره مخامخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویندوی وايي چې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو د صادراتو په برخه کې زیات خنډونه پېښېږي.

د سې شنبې په ورځ افغان پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال وزیر محمد یونس داګه سره وکتل او پر دې یې سلا وکړه چې د سوداګري راکړو ورکړو لپاره د دوو هیوادونو ترمنځ د میکانزم اړتیا ده.

د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه په وروستیو دوو کلونو کې د سیاسي اړیکو تر اغېز لاندې خورا کمه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د وروستیو شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له درې ملیارده ډالرو، شا وخوا یو ملیارد ډالرو ته ښکته شوې ده.

خو د دې په مقابل کې افغانستان ته د ایران صادرات څو برابره زیات شوي دي.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري درې ملیاردو ډالرو ته رسیدلې وه.

پاکستان اوس وايي، له افغانستان سره د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتېدو لپاره به هیڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، د سوداګرۍ د اندازې کمېدو د افغانستان په پرتله پاکستان ته زیات زیان اړولی دی.

«دلته په مارکېټ کې په کافي اندازه جنس موجود دی او څه ستونزه نه ده پیدا شوې، خو د دوی له میلونو د اوړو، سمنټو، خوراکي موادو او ودانیزو توکو سوداګري کمه شوې، ټرانسپورټي فعالیتونه یې راکم شوي او د دوی خپله پانګوالو، دولت او خصوصي سکټور ته زیان رسېدلی او همدا دلیل دی چې دوی د سوداګرۍ بېرته غوړېدوته لېوال شوي دي.»

د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ مسؤل میر سعید سعیدي وايي، له پاکستان سره سوداګري په قصداً نه ده کمه شوې بلکې افغانستان اوس څو نورې لارې لري او په اتومات ډول د پاکستان او افغانستان د راکړو ورکړو د کمېدو سبب شوې ده.

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې مشر زاهد الله شینواري اندېښنه څرګنده کړې چې که حکومتي تګلارې سمې نه شي د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري بیخي ختمه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.