افغانستان او ترکمنستان اووه موافقې لاسلیک کړې

 

دآزادی راډیو

افغانستان او ترکمنستان د برېښنا د انتقال، د غالیو د صنعت د پراختیا او د ګمرکي همکاریو په شمول اووه موافقې لاسلیک کړې.

دا موافقې پرون دوشنبه په عشق‌اباد کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ترکمن ساري قربان قُلي بردي محمد اوف په حضور کې لاسلیک شوې.

ښاغلی غني پرون ترکمنستان ته په یو ورځني سفر لاړ او د دغه هېواد له ولسمشر سره‌یې د دوو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ولسمشر غني یوه مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ترکمنستان ته د افغان ولسمشر د سفر په لړ کې د دوو هېوادونو تر منځ د شویو موافقو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

“له ترکمنستانه د بادغیس خم آب او د جوزجان قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال، د جوزجان پوهنتون او د ترکمنستان د مخدوم قُلي پوهنتون تر منځ عملي همکارۍ، د غالیو د صنعت د پراختیا او ګمرکي همکاریو په برخه کې موافقې شوې دي.”
د افغانستان ولسمشر په ترکمنستان کې وویل چې په نېږدې راتلونکي وخت کې به د ترکمنستان رېل لار د افغانستان له تور غونډۍ بندر سره وصل شي.

ده هیله څرګنده کړه چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا انرژي جنوبي اسیا ته وغځول شي.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د شبکو انتقال به ټوله سیمه بدله کړي.
د افغانستان حکومت هیله لري چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ټاپي نل‌لیکې په وسیله ولېږدول شي.

دغه‌راز ټاکل شوې ده چې د منځنۍ اسیا برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره شي.

دا دواړه پروژې نه‌یوازې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا لپاره چې یوه خوا د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري او بل‌خوا د خپل صنعت د ودې لپاره انرژۍ ته اړتیا لري، ګټورې دي، بلکې د ترانزیتي حق له درکه افغانستان ته هم ډېر عاید ورپه برخه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.