افغانانو ته د تابعیت ورکولو په اړه د عمران خان له وړاندیزه د افغان وزیر حیرانوونکی هرکلی

 

تاند- د پاکستان د سند او بلوچستان ایالتونو چارواکو په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته د تابعیت ورکولو په اړه د صدراعظم عمران خان پر وړاندیز نیوکې وکړې خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر یې هرکلی وکړ.

سید حسین عالمي بلخي ښايي لومړنی وزیر وي چې په دې خوښي ښيي چې د هیواد وګړو ته یې یو پردی هیواد تابعیت ورکوي.

ګڼ شمېر افغانانو د عمران خان پر وړاندیز غوسه ښکاره کړې او په پاکستان کې له مېشتو افغانانو یې غوښتي چې د پاکستان تابعیت ونه مني.

دوی ویلي، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دې پر ځای چې افغانانو ته د بېرته راستنېدو شرایط برابر کړي، سرپناه او کار پیدا کړي، په دې خوښي ښيي چې یو بل هیواد تابعیت ورکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د عمران خان وړاندیز ته په اشارې وویل، دا تصمیم به په پاکستان کې د افغان مهاجرو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي.

د ملګروملتو له راپورونو سره سم په پاکستان کې نژدې یو نیم ملیون ثبت شوي او نژدې همدومره ناراجستر شوي افغان کډوال اوسي.

د بلوچستان او سند مخالفت
د بلوچستان اعلي وزیر جام کمال پرون /سې شنبه/ وویل چې د صدراعظم عمران خان له دې وړاندیز سره موافق نه دی چې په پاکستان کې زېږېدلیو افغان کډوالو ته دې د پاکستان تابعیت ورکړل شي.

ده وویل، باید مخکې تر دې چې په دې اړه پرېکړه وشي، د ملت نظر وپوښتل شي. د بلوچستان اعلي وزیر همداراز وویل، عمران خان باید د پاکستان د اوسنیو قوانینو په رڼا کې د مهاجرو د مسلې په اړه پرېکړه وکړي.

د بلوچستان اعلي وزیر، چې په خټه بلوڅ دی، په دې خاطر هم نه غواړي چې افغانانو ته د پاکستان تابعیت ورکړل شي چې په صوبه کې یې د بلوڅانو اکثریت په اقلیت بدلېږي. اوس هم ډېرو افغانانو په بلوچستان کې په غیرقانوني ډول پاکستاني پېژندکارتونه اخیستي او د بلوچستان قومي انډول یې بدل کړی دی.

د سند ایالت چارواکي هم ورته اندېښنه لري.

د سند د سیمه ییزې حکومتولۍ وزیر سعید غني، بنګالي او افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د صدراعظم عمران خان پر وړاندیز نیوکه وکړه.

ده وویل چې که صدراعظم عمران خان د بنګالي او افغان کډوالو ماشومانو په اړه ډېر اندېښمن وي د خپل «بني ګالا» استوګنځي دروازه دې ورته پرانیزي.

عمران خان د سند او بلوچستان د یو شمېر چارواکو له انتقادونو وروسته وویل چې ده یوازې وړاندیز کړی، خلک دې سپارښتنې وکړي چې په رڼا کې یې پرېکړه وکړي.

خو عمران خان په عین حال کې بنګالي کډوالو ته په اشارې وویل «په پاکستان په تېره بیا کراچۍ کې د بنګالیانو درېم نسل استوګن دی خو د دې لپاره چې دوی الیکترونیکي تذکرې (پېژندکارتونه) نه لري، کار نه شي لرلی او حتي په تعلیمي موسسو کې داخله نه شي اخیستلی.»

«موږ ته ویل شوي چې بې روزګاره ځوانان په کراچۍ کې د اکثرو جنایتونو او جرمونو مسوولیت په غاړه لري. که دوی ته تابعیت ورنه کړو، د دوی راتلونکې به څه وړ وي؟ دوی بېرته تللی نه شي ځکه چې دوی له درو نسلونو څخه په دې هیواد کې اوسي او که موږ تابعیت ورنه کړو دوی څه کولی شي؟»

عمران خان، چې د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) په غونډه کې خبرې کولې، وویل«په پاکستان کې زېږېدلي ماشومان باید حق ولري چې پاکستانیان وبلل شي.»

د پاکستان صدراعظم په عین حال کې وویل«تراوسه پورې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، وړاندیز د بحث لپاره وړاندې شوی دی او هرڅوک باید خپله سپارښتنه وړاندې کړي.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.